کندوز-فيض اباد (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې څلور وسله وال او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او يو سرتېرى وژل شوي او همدارنګه په بدخشان کې د وسله والو يوه ډله له دولت سره يو ځاى شوې ده.
د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي وايي چې دغه څلور تنه تېره شپه هغه مهال د وسله والو له لوري وژل شوي چې د جوى بېګم په سيمه کې يې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نښتې پر مهال شپږ نور وسله وال مخالفين هم ټپيان شوي دي.
قريشي د وژل شوو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.
د امام صاحب ولسوال وويل چې په دې نښته کې د ګل مراد په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم وژل شوى دى.
همدارنګه د امام صاحب په ملا افغان سيمه کې يو سيمه ييز پوليس د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوى دى.
قريشي وويل چې ياد پوليس پرون کور ته پر لاره و چې له خپل موټرسايکل څخه له ښکته کولو وروسته وژل شوى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې د امام صاحب د ايشان توپ او ملا افغان کلي د يوه بريد په ترڅ کې د دوى له لوري نيول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، په بدخشان ولايت د وسله والو مخالفينو يوه پنځه کسيزه ډله له دولت سره يو ځاى شوې ده.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لعل محمد احمدزي پژواک ته وويل چې ملا محمدنعيم او ملګرو يې په يمګان ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعاليت کاوه.
ملانعيم وويل: “طالبانو به په سيمه کې پر خلکو ډېر ظلم کاوه نو له دغه وضعيت څخه ډېر ستړى شوم او له دولت سره يو ځاى شوم.”
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن