ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهسودو د نوي پول جوړولو چارې ټکنۍ دي

د بهسودو د نوي پول جوړولو چارې ټکنۍ دي

author avatar
13 Oct 2014 - 12:36
د بهسودو د نوي پول جوړولو چارې ټکنۍ دي
author avatar
13 Oct 2014 - 12:36

جلال اباد (پژواک ٢١ تله ٩٣): د ننګرهار ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي چې د بهسودو ولسوالۍ د نوي پول چارې لا هم ټکنۍ دي.

د يادې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو او چارواکو د بهسودو پول ته نږدې د يوې غونډې پر مهال وويل چې د فوايد عامې وزارت د دغه پول په جوړولو کې ناغېړي کوي.

د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک نعمت پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دوى سره له تېرو څو کلونو راهيسې د بهسودو پله د جوړولو ژمنې کېږي چې بالاخره څو مياشتې وړاندې يې د عملي چارو پرانيسته هم وشوه، خو اوس د ياد پول چارې په ټپه ولاړې دي.

هغه زياته کړه چې د پول جوړوونکي له شرکت نه يې د لامل پوښتنه وکړه، هغه په ځواب کې ورته ويلې چې د وزارت له لوري چې انجنيران ور پېژندل شوي کار ته نه راځي او که را هم شي نو بيا له دوى پيسې غواړي.

نوموړي د فوايد عامې پر وزير غږ وکړ چې بايد د بهسودو پول ته نور انجنيران معرفي کړي او هغه انجنيران بايد څارنوالۍ ته معرفي شي.

ده زياته کړه: ((دا که د پول پيسې هر ډول شوې وي، موږ د پول جوړېدل غواړو او که چېرې نه يې کوې د ننګرهار ټول ولسونه دې پر ضد ولاړ دي او له تا خپل حق غواړي.))

د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي سيد حسن پژواک خبري اژانس ته وويل چې له اختر وړاندې يې هم له جوړوونکي شرکت سره خبرې کړې وې او هغوى ورته دا ستونزه ويلي و چې د وزارت انجنيران ترې پيسې غواړي.

نوموړي وويل: ((نو که چېرې د وزارت انجنير ته پيسې ورکړي بيا که کيفيت يې هر ډول وي منظوروي يې، مګر که پيسې ور نه کړي بيا روغ کار هم خرابوي.))

د بهسودو د نوي پول د جوړوونکي شرکت مشر پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډېر وخت نه دى پر خپل سر کار کوي او تر اوسه داسې څوک نشته چې پوښتنه او د کارونو څار يې وکړي.

ده زياته کړه چې په خپل سر يې شپږ کوهيان ايستلي، خو د وزارت انجنيران ورنه تحفې غواړي او که چېرې پيسې ورنه کړي نو  ورته وايي چې ټولې چارې دې خپلې دي او دوى يې نه منظوروي.

نوموړى وايي: ((که چېرې ما څوک کار ته پرېږدي، زه ژمنه کوم چې په دوو مياشتو کې به د سيند په منځ کې کارونه ټول خلاص شي، خو څوک مې نه پرېږدي، د کار له پيل نه تر اوسه پورې انجنيران لس ځلې هم نه دي راغلي.))

دى وايي چې څو ځلې يې مکتوبونه راوړل خو تر اوسه پورې له ده څوک پوښتنه نه کوي، خو د وزارت له لوري ټاکل شوى پلاوى پر دوى وخت اړوي.

د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي هم د يادې ستونزې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې څو ځلې يې له اړوند ادارو سره خبرې کړې وې، خو دا ځل ډاډه دى چې ستونزه به هواره شي.

ده زياته کړه: ((ټول قومي مشران او چارواکي دلته راغلي، د شرکت له رييس سره مو هم خبرې وکړې، اوس معلومه شوه چې اصلي ستونزه چېرې ده.))

دى وايي چې د وزارت انجنيرانو هم سم نظارت نه و کړى او هم د وزارت له لوري شرکت ته بوديجه نه ده ورکړل شوې.

بلخوا د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل چې د فوايد عامې له وزير سره يې ټېلېفونې خبرې کړې او هغه ورته د ستونزې د هواري ډاډ ورکړى د‌‌ى.

ده زياته کړه: ((په پروژه کې په هېڅ ترتيب فساد نه منم، زه يې مخه نيسم او هر څوک که د پيسو غوښتنه کوي څارنوالۍ ته يې معرفي کوم.))

دى مني چې يو شمېر کړۍ شته تر څو په ياده ستره پروژه کې فساد ته زمينه برابره کړي، خو ولايتي اداره به هېڅ چا ته د فساد اجازه ورنه کړي.

ګرديوال وويل چې دوى به خپل انجنيران هم موظف کړي تر څو د فساد مخه ونيول شي او هم معياري پول جوړ شي.

مرستيال والي زياته کړه: ((موږ له شرکت سره همکار يو او هر څوک که ترې غوښتنې لري موږ يې مخه نيسو، هم د کار تيز والى غواړو او هم ښه کار غواړو.))

ياده دې وي چې له تېرو څو کلونو را په دېخوا د ننګرهار ولايت تر ټولو مهم د بهسودو پول چارې نن او سبا ته پاتې کېږي، د پلان له مخې ياد پول بايد په تېر کال کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوى واى.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.