کندوز (پژواک ٢١ تله ٩٣): د کندوز ولايت د مستوفيت د عوايدو سلاکار له خپلو دوو همکارانو سره په چاودنه کې ټپي شوى او د دوو کسانو روغتيايي وضعيت نازک دى.
پوليس وايي چې نن سهار شاوخوا اته بجې او ٤٥ دقيقې د کندوې د مستوفيت د عوايدو سلاکار ظاهر خانزاده پر فرونر موټر له کوره تر راوتو وروسته د چسپکي ماين چاودنه وشوه.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې خانزاده له خپل يوه ملګري او چلوونکي سره ژوبل شوى او په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوى دى.
هغه زياته کړه چې ډاکترانو د دوو کسانو روغتيايي وضعيت نازک بللى، خو معلومه نه ده چې د ماليې وزارت سلاکار هم په کې شته او که نه.
د کندوز ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د جومات مخې ته يوه هټيوال سيداغا وويل: ((له چاودنې سره سم ټول د پېښې د ځاى خوا ته ولاړل او ومو ليدل چې فرونر موټر اور اخيستى دى.))
هغه زياته کړه چې وروسته پوليس را ورسېدل ، درې په وينو ککړ کسان يې روغتون ورسول او د اطفايې کارکوونکو اور مړ کړ.
دغه عيني شاهد زياته کړه چې چاودنې مرګ ژوبله نه درلوده.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په وروستيو دوو اونيو کې دا د چسپکي ماين څلورمه چاودنه ده چې په کندوز ښار کې ترسره کېږي.
له دې پخوا هم د ملي پوليسو او اردو پر رينجر موټرو چاودنې شوې او په ټوله کې ٩ ملکي وګړي چې درې يې ماشومان او يوه ښځه وه، ژوبل کړي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن