ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ولسمشر څخه د کابل ښاريانو غوښتنې

له ولسمشر څخه د کابل ښاريانو غوښتنې

 کابل(پژواک، ٢٢ تله ٩٣): کابل ښاريان له ولسمشر څخه غواړي ، چې د امنيتي وضعيت د ښه والي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په کابل کې د ژوند چاپيريال او استوګنځايونو د ستونزو حل په خپلو لومړيتوبونو کې راولي.

د دوى له ډلې يې ځينو له فساد سره پر مبازه، د ښاري ملي بسونو پراختيا، د پوهنې د وضعيت ښه کېدو، د سړکونو جوړولو او بې حجابۍ په مخنيوي ټينګار کړى او له ولسمشر  يې غوښتي، چې دغو چارو ته دې کاري لومړيتوب ورکړي.

پژواک خبري اژانس د روانې اونۍ په اوږدو کې د کابل ښار د بېلابېلو ساحو له ٢٠٠ تنو سره خبرې کړي، څو د هېواد له نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپلې غوښتنې مطرح کړي.

پوښتل شوي کسان چې د دولت او خصوصي سکتور کارکوونکي، محصلين، د ښوونځيو زده کوونکي، معلولين، وزګار، سوالګر، نالوستي او نور دي؛ د ١٨ څخه تر ٦٥ کلونو پورې عمر لري او ٣٨ سلنه يې ښځې جوړوي.

 امنيت

که څه هم امنيتي ستونزې د نورو ولايتونو په پرتله په کابل کې  لږ دي، خو ٣٢ سلنه پوښتل شوو ويلي، چې په کابل ښار کې د امنيت خوندي کول بايد د ولسمشر  له لومړيتوبونو څخه وي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي چې په پوښتل شوو کې شامل دى، وويل چې نوى ولسمشر دې په کابل ښار کې عمومي او فردي امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي

هغه زياته کړه:((د چاودنو، ځانمرګو، غلاوو او اختطافونو مخه دې ونيول شي، چې نور نو خلک په وحشت کې ژوند ونه کړي. په تېرو ١٣ کلونو کې ګڼ شمېر خلک برمته شوي او يا وژل شوي، ورک شوي او د پيسو په بدل کې بېرته خوشې شوي دي.))

 د الکوزي په خبره، نا امنۍ پر اقتصاد منفي اغېز کړى او په داسې وخت کې پانګوال پانګونې ته ډېره کمه لېوالتيا ښيي.

د ښځو چارو وزارت کارکوونکې ذکيه هم وايي چې په کابل کې تښتونو او له کورونو څخه غلاوو اندېښمنه کړې ده.

هغې د نظر غوښتنې په فورم کې ليکلي  :((کله چې امنيت وي، نو نورې ټولې ستونزې خپله حل کېږي، نو په دې اساس زما غوښتنه له ولسمشر څخه داده چې د امنيت په راوستلو کې زياته هڅه وکړي.))

 کارموندنه

په کابل ښار کې د وزګارو کسانو شمېره نه ده څرګنده، خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت دهېواد په کچه  ددغو وزګارانو ټوليزه شمېره څلور عشاريه پنځه ميليونه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي د کار موندلو لپاره د لويو ښارونو په ځانګړي ډول کابل ته ځي.

د پوښتل شوو له ډلې ٢٥ سلنه خلکو وزګارتيا د هېواد په کچه په ځانګړي ډول د کابل په پنځه ميليوني ښار کې يوه ستره ستونزه بللې او له نوي حکومت او ولسمشر څخه  غواړي چې ددغې ستونزې حل ته لومړيتوب ورکړي.

 د ١٢ ټولګې فارغه او يوه پوښتل شوې رُقيه چې بې دندې ده وايي:((وزګارتيا د جرايمو سبب کېدلى شي، زه له  نوي ولسمشر څخه غواړم چې دغې ستونزې ته ډېره پاملرنه وکړي اوخلکو ته د کار موندلو په موخه فابريکې جوړې کړي.))

د افغاني سرې مياشتې د استخدام مديره ٢٨ کلنه صابره هم وايي:((خاوند مې وزګار دى، په خپله يوه تنخوا خپلې ستونزې حل کوم. له ولسمشره  غواړم چې د وزګارو کسانو لپاره د کار زمينه مساعده کړي.))

ژوند چاپيريال او کاناليزاسيون

د پوښتل شوو له ډلې ١٧ سلنه خلکو د کاناليزاسيون سيستم نشتوالى، د ژوند چاپيريال ککړتيا او د څښاک اوبه په کابل ښار کې له  لويو ستونزو څخه ګڼلې او له نوي حکومت په ځانګړي ډول له ولسمشر څخه ددغو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د کڼو د مسلکي لېسې کارکوونکې نفيسې عظيمي د نظر غوښتلو په فورم کې ليکلي دي:((په ټول  ښار کې ودانيز کارونه روان دي، خو د کاناليزاسيون سيستم نشته او په همدې سبب ويلى شي چې تر ځمکې لاندې اوبه د ککړتيا په حال کې دي، چې موږ يې اندېښمن کړي يو. له نوي حکومت څخه غواړو چې ددغې ستونزې مخنيوى وکړي.))

د کابل ښار د خوشحال خان سيمې اوسېدونکې شفيقه نوري چې په دې اړه پوښتل شوې وايي:((له ولسمشر څخه زما غوښتنه داده چې د کابل ښار د چاپيريال په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې موږ هره شېبه سرب تنفس کوو، ايا پوهېږئ چې سرطان ناروغي ولې زياته شوې؟ ځکه چې اصلي لامل يې د ښار همدا چټله هوا ده.))

هغه همدارنګه وايي چې ددغې ستونزې د حل لپاره بايد کابل ښار پراخه شي او په نورو ولايتونو کې دې هم کاري زمينې مساعدې شي چې په کابل کې د وګړو د زياتوالي مخه ونيول شي.

هغه د بې کيفيته تېلو د راتلو د مخنيوي غوښتنه کوي او وايي چې بې کيفيته تېل په کابل ښار کې د هوا د چټلۍ يو لامل دى.

دا په داسې حال کې ده چې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ښاري کاناليزايسيون سيستم نشتوالى ددې سبب شوى ، چې  د فاضلاب د غير معياري څاګانو د شتون په سبب تر اوسه د ځمکې اوبه تر ٢٠ مترۍ پورې ککړې شي.

خو د چاپيريال ساتنې ملي ادارې چارواکي، عامې روغتيا وزارت او کابل ښاروالۍ په بيا بيا د هوا د ککړتيا او د چاپېريال د ککړتيا په اړه خبر ورکړى دى.

د هېواد د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د کابل ښار د هوا د ککړتيا په اړه ويلي دي چې د کابل ښار خاورې او يا ککړه هوا په خپل ترکيب کې تر ٣٢ سلنو پورې انساني او حيواني چټلتيا لري او که چېرته دغه وضعيت ته پاملرنه ونه شي، نو تر څو راتلونکو کلونو پورې به په کابل کې استوګنه غير ممکنه وي.

 سرپناه

د پوښتل شوو ديارلس سلنې ويلي چې ولسمشر دې په کابل ښار کې د سرپناه ستونزې حل ته لومړيتوب ورکړي.

د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کمپنۍ سيمې اوسېدونکى انجنير احمد فريد، چې په پوښتل شوو کې شامل دى وايي:((په کابل ښار کې د ځمکې بيه له اندازې زياته لوړه شوې او اکثره خلک يې د پېرلو توان نه لري.په غير پلاني سيمو کې خلک له تنګو او غير منظمو کوڅو  او کاناليزاسيون له نشتوالي سرټکوي او شته کثافات د ناروغيو سبب کېږي.))

همدارنګه دده په خبره، هغه کسان چې په غير پلاني سيمو کې کورونو لري، د ماسټر پلان له پلي کولو اندېښنه لري، ځکه چې په دې کار سره خپلو کورونه له لاسه ورکوي.

 د هغه په باور، دا به غوره وي چې د کابل ښار په ټولو غيرپلاني سيمو کې د ښاري ماسټر پلان د پلي کولو پر ځاى، چې د اوسېدو لسګونه زره کورونه په کې جوړ شوي، ښار پراخه شي او غيرپلاني سيمو کې ځينې اصلاحات رامنځته شي، ترڅو د دولت له ډېرو لګښتونو او د خلکو د بې کورۍ له ستونزې مخنيوى وشي.

 هغه زياته کړه: ” له ولسمشر څخه غواړم چې د خلکو يادې لويې ستونزې ته په خپلو پروګرامونو کې لومړيتوب ورکړي او د غير پلاني سيمو پراختيا ته پام وکړي، څو د غير پلاني سيمو کوڅې پراختيا ومومي، لښتي ولري، کانکرېټ شي او همدرانګه د غير پلاني سيمو د کورونو څښتنانو ته شرعي قبالې ورکړل شي.”

 د کاردان د لوړو زده کړو د خصوصي موسسې د حقوقو د پوهنځي د درېيم کال محصله  مريم هم وايي: ” د ولسمشر له ژمنو څخه يې يوه هم خلکو ته د سرپناه برابرول دي، له ولسمشر  څخه غواړم چې په خپله دغه ژمنه وفا وکړي.”

 پاتې ١٣ سلنه مرکه کوونکي بېلابېلې غوښتنې لري.

 شپږ سلنه مرکه کوونکو اداري فساد، دوه سلنه د ښاري ملي بسونو د فعالولو، دوه سلنو يې د پوهنې د ښه کېدو، دوه سلنو يې د سړکونو د رغولو او يوې سلنې يې اسلامي ارزښتونو ته درناوى او د حجاب او پردې د مراعتولو غوښتنه کړې، چې ولسمشر بايد ورته د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې لومړيتوب ورکړي.

 د کابل ښار يو بل اوسېدونکى ٢٢ کلن زمرى، چې د تونس موټرچلوونکى دى، وايي: ” ټول خلک له اداري فساد څخه تر پوزې راغلي، ډېرو دولتي ادارو ته کله چې د يوه کار د تر سره کولو لپاره لاړ شې، د پيسو له ورکولو پرته نه تر سره کېږي.”

 د مدني ټولنې يوه فعاله نوريه حق نګر وايي: ” زما په نظر ښاري ملي بسونه يوه مهمه اړتيا ده او که چېرې د ښاري ملي بسونو فعاليت ته پراختيا ورکړل شي، په ښار کې به د خلکو ګڼه ګوڼه او ستونزې هم کمې شي.”

 اوسمهال په ښار کې ډېر کم دولتي ښاري ملي بسونه فعاليت کوي.

 د کابل د احمدشاه بابا سيمې يو اوسېدونکى ١٧ کلن احمد جاوېد له ولسمشره غواړي، چې د  ښوونې او روزنې ښه والي ته پام وکړي.

 د هغه په وينا، د احمدشاه بابا د هلکانو په لېسه کې په درسي ټولګي کې شاوخوا ٧٠ تنه زده کړه کوي، په داسې حال کې چې په يوه ټولګي کې بايد له دېرشو زده کوونکو ډېر کسان ونه اوسيږي.

 همدرانګه يو بل مرکه کوونکى ٣٨ کلن احمدشاه وايي: ” د سړکونو رغول ډېر اړين دي، په  ځانګړي ډول د کابل ښار حلقوي سړک، ځکه چې که  حلقوي سړکونه جوړ شي، نو په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه کميږي او په پايله کې يې د هوا ککړتيا هم راکميږي.”

د دې ترڅنګ د کابل د کمپنۍ سيمې يوې ٤٥ کلنې مېرمنې پژواک ته وويل: ” له ولسمشر څخه يوه غوښتنه لرم، هغه د اسلامي شرايطو رعايتول په ځانګړي ډول په تلوېزيونونو کې د حجاب مراعاتول دي. غواړم چې د بې حجابه ښځو له را څرګندېدو مخنيوى وشي، کله چې وينم ښځې او نجونې اسلامي حجاب نه مراعتوي، نو ډېره مې ازاروي.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.