مزارشريف (پژواک ٢٣ تله ٩٣): د بلخ ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ادارې رييس وايي، د امو سيند د اوبو د نه مخنيوي په صورت کې به د دغه سيند څپې د حيرتان بندر لاندې کړي.
رحمت الله زاهد د يوې غونډې په ترڅ کې وېره څرګنده کړه چې د امو سيند به په راتلونکو څو کلونو کې په زرګونه جريبه نوره ځمکه هم لاندې کړي.
هغه زياته کړه چې امو سيند هر کال د دغه ولايت ١٠٠ جريبه ځمکه لاندې کوي او که مخنيوى يې ونه شي راتلونکي کلونه به د حيرتانو بندر به ګډون ډېرې سيمې لاندې کړي.
ده وويل: ((د امو سيند هر کال د افغانستان لوري ته د شورتپې او کلدارې په ولسواليو کې ١٠٠ جريبه ځمکه وړي. مخنيوى يې زموږ له وسه پورته کار دى، نوى حکومت يې بايد لارې چارې ولټوي.))
د يادې غونډې په څنډه کې د بلخ د کلدارې ولسوالۍ ولسوال ميرويس هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امو سيند د دې ولسوالۍ ډېرې کرنيزې ځمکې او سيمې لاندې کړې دي.
ولسوال وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې دغه سيند د افغانستان لوري ته ٤ سوه جريبه ځمکه لاندې کړې او ښايي نورې ډېرې سيمې هم په ځان کې پټې کړي.
هوتک زياته کړه چې حکومت بايد يادې ولسوالۍ ته پلاوى ولېږي څو د خطر سيمې په نښه او د حل لارې چارې ورته پيدا کړي.
په ياده غونډه کې د مدني ټولنو يو شمېر استازو هم برخه لرله چې په خپلو خبرو کې يې يادې مسئلې ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن