ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ښوونکو سره د ولسمشر پرېکنده ژمنې

له ښوونکو سره د ولسمشر پرېکنده ژمنې

author avatar
15 Oct 2014 - 13:01
له ښوونکو سره د ولسمشر پرېکنده ژمنې
author avatar
15 Oct 2014 - 13:01

کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٣): ولسمشر احمدزي ښوونکو ته د ځمکو د وېش په برخه کې واليانو ته د لارښوونې تر څنګ له ښوونکو سره ژمنه وکړه چې د  دوى د تنخوا د زياتولو تر څنګ به سيمه ييز امکانات هم ورته په پام کې ونيول شي.

ډاکتر اشرف غني احمدزى چې نن يې د کابل ښار په اماني لېسه کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، د پوهنې وزارت د غصب شوو ځمکو د غصب په اړه يې د دغه وزارت د سرپرست فاروق وردګ د شکايت په اړه وويل چې له دې وروسته به د پوهنې د ځمکو غاصبين په افغانستان کې ځاى ونه لري.

هغه د کورنيو چارو  او دفاع وزارتونو او ملي امنيت رياست ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنې وزارت د نيول شوو ځمکو په بېرته را ګرځولو کې دې اقدام وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست يادې غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې تر اوسه د هېواد په کچه ٨٠ زره ښوونکو ته د استوګنې د ځمکو نومرې وېشل شوې دي. نوموړي له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د روان کال په اوږدو کې به ١٣٠زره نورو ښوونکو ته ځمکې ووېشل شي.

اشرف غني احمدزي واليانو ته لارښوونه وکړه چې تر شپږو مياشتو دې په خپلو اړوند ولايتونو کې ښوونکو ته د ځمکې نومرې چمتو کړي او د پوهنې وزارت په واک دې ورکړي.

ولسمشر وويل چې د پوهنې وزارت، خصوصي سکتور، د دولتي او خصوصي بانکونو استازي بايد داسې کړنلاره جوړه کړي چې ښوونکو ته د کورونو د جوړولو لپاره د اوږدمهاله پورونو د ورکړې اسانتيا ولري.

د پوهنې وزير وويل چې د ښوونکو او نورو دولتي کار کوونکو په تنخواګانو کې توپير شته او د ښوونکو تنخوا ترې کمه ده.

ولسمشر احمدزي د پوهنې، عدليې او ماليې له وزارتونو جوړ شوى کمېسيون وګوماره چې د ملکي مامورينو قانون په دقت سره وڅېړي او دغه توپير له منځه يوسي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.