ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې څو ډوله نوي وحشي ژوي پېژندل شوي

په باميانو کې څو ډوله نوي وحشي ژوي پېژندل شوي

author avatar
15 Oct 2014 - 16:22
په باميانو کې څو ډوله نوي وحشي ژوي پېژندل شوي
author avatar
15 Oct 2014 - 16:22

باميان (پژواک ٢٣ تله ٩٣): په امريکا کې د وحشي ژوو ساتنې موسسې اعلان کړى چې څو ډوله وحشي ژوي او يو ډول ښکلي او کم پيدا مرغان يې په باميانو ولايت کې پېژندلي دي.

دغه موسسه چې له ٢٠٠٩ زېږديز کال راهيسې يې په باميانو ولايت کې فعاليت پيل کړى، وايي چې توانېدلې د هوسيو، لېوانو، کوترو، ګېدړو، سياه ګوش (تور غوږى) او يو ډول نايابه مرغه يې په دغه ولايت کې پېژندلي دي.

د موسسې د مطالعاتو له مخې، په هوسيو کې عادي او وزې ډوله هوسۍ شته چې نسل يې په تېرو جګړو کې ورک شوى او په انفرادي ډول يې د باميانو په غرونو کې ژوند کاوه، خو په وروستيو کلونو کې دغه دوه ډوله هوسۍ د رمو په بڼه ژوند کوي.

تورغوږى لېوه ورته حيوان او بل يې يو ډول کوچنى مرغه دى چې د اسيا په کچه کم پيدا کېږي او د کوچنۍ مرغۍ په څېر دى، خو بېلابېل او زړه راښکونکې رنګونه لري، چې د دې موسسې د مطالعاتو يوه برخه جوړوي.

د (W.C.S) موسسې رييس محمد ابراهيم ابرار د هېواد په لومړني ملي پارک (بند امير) کې د وحشي ژوو د سروې اوساتنې مسووليت پر غاړه لري، وايي چې د وحشي ژوو د ژوند ساتلو موضوع د باميانو لپاره خورا مهمه ده او بايد چې د وحشي ژوو لکه د چهار پاي ژوو او الوتونکو د پېژندنې په برخه کې زيات کارونه ترسره شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى تر اوسه د خپلو وسايلو او پټو کمرو له لارې د بند امير په ساحه کې د وحشي ژوو د پېژندنې لپاره سروې ګانې ترسره کړې چې د وحشي ژوو د ساتنې په برخه کې يې د پام وړ مرسته کړې ده.

ابرار زياته کړه: ((په توريستي ساحو کې بايد د وحشي ژوو د ډولونو په ځانګړي ډول له کم پيدا ژوو لکه پړانګ، غرنيو هوسيو او پيشوګانو څخه ساتنه وشي، خو په راتلونکي کې د ګرځندويانو لپاره زړه راښکونکى او د ليدو وړ چاپېريال ولرو او هڅه دې وشي چې د دغو څارويو د نسل له ورکېدو مخنيوى وشي.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کلونو کې په باميانو کې دوه ډوله پړانګان ليدل شوي چې دغه تحول کولى شي په ځانګړي ډول د بهرنيو ګرځندويانو پاملرنه را واړوي.

دغه دوه ډوله پړانګان د فارسي او پيشو پړانګ په نامه يادېږي او د بند امير سيمو او د يکاولنګ ولسوالۍ د پيتو بند او د باميانو د مرکز د شش پل په غرونو کې ليدل شوي دي.

پيشو پړانګ د پړانګ له کورنۍ څخه هم يادېږي او تر ډېره د بند امير غرونو شاوخوا سيمو کې ژوند کوي.

فارسي پړانګ هم د پړانګانو يو ډول دى چې له عادي پړانګ سره توپير لري او د پړانګانو له يوه ځانګړي نسل څخه دى او د پيشو پړانګ په پرتله لوى دى، خو پيشو پړانګ بيا چې وحشي پيشو هم ورته ويل کېږي پړانګ ته ورته دى او له فارسي پړانګ نه کوچنى دى.

فارسي پړانګ ژېړ تور رنګ او کرښې لري او پيشو پړانګ تور او سپين خال لرونکى رنګ لري.

همدارنګه عادي پړانګ د مرکزي سيمو په لوړو(د باميانو د بابا غرونه او دايکنډي) کې هم شته دي، خو د ژوند چاپېريال ساتنې څېړونګي توانېدلي چې يواځې د فارسي پړانګ او پيشو پړانګ فلمونه واخلي.

د باميانو د ژوند چاپېريال ساتنې رياست وايي چې دغه ډول پړانګانو له ٣٠ تر ٤٠ کلونو وړاندې په باميانو کې شتون درلود خو د تېرو څو لسيزو جګړو له امله يې نسلونه له منځه ولاړل، يا يې استوګنځايونه پرېښودل او يا يې هم په هغو غرنيو سيمو کې ژوند غوره کړ چې انسانانو ورته ډېر کم تګ راتګ درلود.

خو فارسي پړانګ او پيشو پړانګ چې په تېرو ٣٠ کلونو کې نه وو ليدل شوي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې په باميانو کې ليدل شوي چې فلمونه او تصويرونه هم ورڅخه اخيستل شوي دي.

د وحشي ژوو د ژوند ساتلو موسسې دوې ورځې وړاندې ځيني وسايل او امکانات لکه پټې کمرې، ښکاري څراغونه او يو ډول توکي هم په باميانو ښار کې نندارې ته وړاندې کړل.

دغه توکي د بوټو په څانګو کې اېښودل کېږي او کله چې يې ژوى له څنګه تېرېږي، نو وړۍ يې په بوټي کې نښلي او نوعيت يې ترې څرګندېږي.

د باميانو د ژوند چاپېريال ساتنې ادارې رييس انجنير محمدشريف وويل چې د وحشي ژوو د ژوند ساتنې اداره ښې لاسته راوړنې لري او د وحشي ژوو د پېژندنې او ورڅخه د ساتنې په برخه کې يې په تېرو شپږو کلونو کې ښه مرسته کړې ده.

هغه وويل، له نېکه مرغه په باميانو کې د ګاونډيو ولايتونو په پرتله غير قانوني ښکار کنټرول کړى او له دې اړخه د وحشي ژوو د ژوند حالت هم مخ په ښه کېدو دى.

سرچينې زياته کړه چې د ژوو ژوند په هره سيمه کې د ګرځندويانو د جذب له وسيلو يوه ده او ګڼ ليدونکي ځان ته را جذبولى شي.

د باميانو د ژوند چاپېريال ساتنې ادارې رييس وويل چې څه موده وړاندې يې نيپال ته سفر درلود، په هغه هېواد کې د ټايګر په نوم يو ډول پړانګان و چې ګرځندويانو يې د ليدلو، تصوير او فلم اخيستلو لپاره تر يوې اوونۍ پورې صبر کاوه او بيا هم نه توانېدل چې ويې ګوري.

نوموړي وويل چې باميان يوه سياحتي سيمه ده او له وحشي ژوو د ساتنې لپاره نه يواځې دولت، بلکې خلک هم هڅه کوي او ځيني پټ ښکارونه چې کېږي، بايد ترې لاس واخلي څو په راتلونکي کې د وحشي ژوو په ژوند کې د يو ډول تنوع شاهدان وو.

د باميانو ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د څارويو له ښکار څخه په جدي ډول مخنيوى کېږي او تېره مياشت اووه کسه چې د باز په نامه يو ډول کم پيدا الوتونکي پر ښکار بوخت وو، له يوه ښکار شوي باز سره ونيول شول او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

هغوى باز له نيولو وروسته پاکستان او له هغه ځايه عربي هېوادونو ته لېږدوي.

باميان د طبيعي زړه راښکون او تاريخي اثارو لرونکى ولايت دى؛ د دغه ولايت له لرغونو ابدو څخه د بودا د دوو نړول شوو مجسمو، غلغله ښار، د ماردوش ضحاک ښار، د يکاولنګ چهل برج او د بند امير د اوو جهيلونو نوم اخيستلى شو چې اکثره يې د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په لړليک کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د ژوند چاپېريال ساتنې ملي ادارې تېر کال د ژوو د ژوند ساتنې موسسې (WCS ) سره يو ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک کړ چې له مخې يې دغه موسسه د ژوند چاپېريال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره اړينې مرستې کوي.

د دغه هوکړه ليک له مخې، ياده موسسه چې په نړۍ کې په اړوند برخه کې ١٢٣ کلنه تجربه لري، په راتلونکې يوه اوونۍ کې د اقليم د بدلون، تلپاتې پراختيا، عامه پوهاوي، د طبيعي ميراثونو او وحشي ژوو د پاليسۍ تقنين او ساتنې په برخه کې د چاپېريال ساتنې له ځايي ادارو سره مرسته کوي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.