ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سترګو څه باندې شپږ زره ناروغانو بېرته ليد ترلاسه کړى

د سترګو څه باندې شپږ زره ناروغانو بېرته ليد ترلاسه کړى

author avatar
16 Oct 2014 - 12:15
د سترګو څه باندې شپږ زره ناروغانو بېرته ليد ترلاسه کړى
author avatar
16 Oct 2014 - 12:15

کابل (پژواک ٢٤ تله ٩٣): د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو څلورو کلونو کې د سترګو د څه باندې ٨٩ زره ناروغانو درملنه شوې او له شپږ زره ډېرو ناروغانو بېرته د خپلو سترګو ليد ترلاسه کړى دى.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې د سترګو ناروغي د بشر د سلامتيا له جدي ګواښونو شمېرل کېږي او دغه وزارت په دې برخه کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيالې ډاکټر ناجيه طارق تېره ورځ د بينايي نړيوالې ورځې په مناسبت د سترګو روغتيايي خدمتونو ته د ټوليز لاسرسي تر شعار لاندې جوړې شوې لمانځغونډې ته وويل چې تر اوسه په محرومو سيمو کې د سترګو روغتيايي مراقبت د ګرځنده کمپونو جوړول او په اساسي روغتيايي خدمتونو (BPHS) کې د لومړنيو مراقبتونو ادغام له هغو مهمو اقداماتو دي چې د عامې روغتيا وزارت عملي کړي دي.

هغه زياته کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې د سترګو د ليد څارنې او مراقبت ګرځنده ډلو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د درملنې ٤٤ وړيا کمپونه ترسره کړي چې په پايله کې يې د ٨٩ زره ناروغانو د سترګو درملنه شوې ده.

همدارنګه د سترګو د ليد څه باندې شپږ زره ناروغانو له عملياتو وروسته بېرته د ليد ځواک موندلى او د عامې روغتيا وزارت څه باندې ١٢ زره هغو ناروغانو ته عينکې ورکړې چې د نه ليدو ستونزه يې درلوده.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې د ړوندوالي عمده لاملونه يو شمېر ناروغۍ لکه د سترګو پرده (کترکت)، د ويټامين اې د کمښت له امله د قرنيې مکدريت (توروالى) تراخم ناروغۍ، ګلوکوما ناروغي، د سترګو زيانونه او د سترګو انکساري خطاګانې د وقايې او درملنې وړ دي.

د سترګو د حفظ الصحې رعايت، د ماشومانو سالمه او سمه تغذيه، د ړوندوالي ستونزو ته ژر رسېدنه په ځانګړي ډول ماشومانو کې په وخت سره د ليد ځواک ارزونه او له خپل سرې درملنې ډډه کول کولى شي چې د ټولنې د وګړو د ليد ځواک سالم وساتي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې څلور سوه زره نابينا کسان شته.

د ډاکټرانو په خبره، دوديزې درملنې لکه سترګې د چايو پر اوبو مينځل، د ليمو اوبو په کې څڅول، د سور رنګو درملو او نورو څخه کار اخيستنه د سترګو د ناروغانو شمېر زياتوي او حتى د يوه کس د ړوندوالي لامل ګرځي.

د کابل د نور روغتون چارواکي وايي چې هر کال ٢٥ زره کسان په افغانستان کې د خپلې يوې سترګې د ليد ځواک له لاسه ورکوي.

د نور روغتون سرطبيب ډاکتر عصمت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ناروغۍ تر ډېره د مخنيوي وړ دي، خو د ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي او په ځينو لايتونو کې د پرمختللو خدمتونو د نشتوالي له امله ترې خلک نه ژغورل کېږي.

د بينايي نړيواله ورځ هر کال د اکتوبر مياشتې په دويمه اوونۍ کې د نړۍ په کچه دې ستونزې ته د پاملرنې د هڅې په موخه لمانځل کېږي.

نړيوالې مطالعې څرګندوي چې په نړۍ کې شاوخوا ٢٨٥ ميليونه کسان له بېلابېلو بڼو او کچو لرونکو اندېښنو او د ليد ځواک له ګډوډۍ سره مخ دي چې له دې ډلې ٣٩ ميليونه نابينا او ٢٤٦ ميليونه نور يې د ليدلو له منځنۍ او پرمختللې نيمګړتيا سره مخ دي. په داسې حال کې د دوى له ډلې د اتيا سلنې وقايه او تداوي کېدلى شي.

د نابينايۍ د وقايې لپاره د روغتيا نړيوال سازمان او نړيوال ماموريت په ٢٠٢٠ کال کې يو نړيوال پروګرام پيل کړى چې يو نړيوال نوښت دى او موخه يې تر ٢٠٢٠ کال پورې د وقايې وړ نابينايۍ له منځه وړل دي، چې د روغتيايي سيستمونو د پياوړتيا، د سترګو مراقبت او د سترګو د روغتيايي مراقبت په برخه کې د ظرفيت جوړولو اسانتياوې دي.

افغانستان د ٢٠٢٠ کال د بينايي د نړيوالې ستراتيژۍ يو لاسليک کوونکى دى؛ له همدې امله د عامې روغتيا وزارت ځان ژمن بولي چې د سترګو د روغتيا او په هېواد کې د نابينايۍ د وقايې په اړه د نړيوالې ټولنې په همکارۍ اړينې هڅې وکړي.

د نابيايۍ د وقايې لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان استازي او نړيوال ماموريت ژمنه وکړه چې په افغانستان کې له نابينايۍ سره خپلې مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.