غزني ښار (پژواک ٢٤ تله ٩٣): د غزني ولايت د کرنې رييس وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات ١٢ سلنه لوړ شوي دي.
سلطان حسين عباسيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال د غنمو حاصلات د مرض له امله ښه نه وو خو سږ کال د اصلاح شوو تخمونو توزېع ډېره ګټه کړې ده.
د کرنې رييس له پژواک سره د يوې مرکې پر مهال د تېر کال غنمو د حاصلاتو کچه ونه ښوده خو يادونه يې وکړه چې سږ کال د دغه ولايت بزګرو تر پخوا ډېر غنم ترلاسه کړي دي.
عباسيار وايي چې يوشمېر بزګرانو به پخوا له تاريخ تېرې کيمياوي سرې او خراب تخم څخه ګټه اخيسته خو د ورکشافونو پر بنسټ هغوى ته د اصلاح شوو تخمونو توصيه وشوه.
د ده په خبره، سږ کال د کرنې رياست پر يو شمېر بزګرو کيمياوي سره او اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ د مهتر سيمې اوسېدونکي بزګر نورالله پژواک ته وويل، سږ کال يې د غنمو حاصل ښه وو.
دى وايي: ((سږ کال مې ١٢سوه منه غنمو حاصل ترلاسه کړى، تېر کال همدې ځمکې ٧ سوه منه غنم کړي وو.))
هغه وويل چې تېر کال يې د غنمو فصل يو ډول ناروغۍ خراب کړى و.
نورالله وايي چې تېر کال يو شمېر واسطه داره بزګرو د کرنې له رياسته اصلاح شوي تخمونه او سره ترلاسه کړې وه خو د ده په وينا سږ کال ده ته هم ورسېده.
د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالخالق چې پر ۸ جريبه ځمکه يې غنم کرلي وو وايي، د غنمو حاصلات يې ډېر شوي دي.
هغه وويل: ((١٨ سوه منه غنم مې ترلاسه کړل، تېر کلونه دومره حاصل نه و.))
هغه له دې ټولو سره سره شکايت کوي چې د اوبوخور په سيستم کې ستونزې دي او بايد د اوبو لګولو لپاره مناسبه لاره چاره ولټول شي.
هغه وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د شته کارېز اوبه کمې شوې دي.
د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى بزګر رحمت الله بيا هيله لري چې د کرنې رياست هر کال بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي.
هغه وويل چې د اصلاح شوو تخمونو تر څنګ د بزګرو د عامه پوهاوي لپاره د ورکشافونو جوړول هم اړين دي.
تر دې مخکې د خوست، لوګر او تخار په ګډون د يو شمېر ولايتونو چارواکو ويلي وو چې سږ کال يې د غنمو حاصلات تر نورو کلونو ډېر وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن