کابل (پژواک ٢٤ تله ٩٣): د خوړو نړيوال پروګرام وايي چې د افغانستان له حکومت سره په دې هېواد کې د لوږې د صفر کولو په برخه کې کار کولو ته ژمن دى.
د اکتوبر ١٦مه (د تلې ٢٤مه) د خوړو نړيواله ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې لا هم څه باندې ٧ ميليونه وګړي د خوړو له اړخه خونديتوب نه لري.
د يادې ورځې په مناسبت د خوړو نړيوال پروګرام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم را رسېدلې راغلي چې افغانستان د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) لپاره له لومړيتوب لرونکو هېوادونو څخه دی.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په افغانستان کې له ٥،٧ ميليونه ډېر خلک په دغه هېواد کې د خوړو له پلوه خوندي نه دي.
سرچينه کاږي، هر کال د خوړو نړيوال پروګرام د بېلابېلو پروژو د پلي کولو له لارې د هېواد په کچه ميليونونو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې رسوي چې د ناورينونو او طبيعي پېښو له امله بېځايه شوي او په خوارځواکۍ اخته تر پنځو کلونو د کم عمر ماشومان، شيدې ورکوونکې او اميدواره ميندې په کې شاملې دي.
سرچينې په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام مشر “کلود جيبيدار” په حواله ليکلي چې د خوړو نړيوال پروګرام به له اړو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ده ويلي: “د خوړو نړيوال پروګرام د لوږې د صفر کولو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره ګډ کار کولو ته ژمن دی.”
جيبيدار وايي: “څرنګه چې سږ کال د خوړو نړيوالې ورځې شعار (کورنۍ کرنه) ده، موږ باور لرو چې بزګران په ټولنو کې د لوږې په له منځه وړلو کې خورا ارزښتناک رول لوبوي. موږ پر دې خوښ يو او وياړو چې په سيمه ييزه کچه د هغوی ملاتړ کوو تر څو په حاصلاتو کې يې زياتوالی راشي.”
د خوړو نړيوال پروګرام په خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې ډېر بېړني حالات رامنځته شوي، خو د لوږې د صفر کولو په برخه کې پرمختګ رامنځته شوى دى.
سرچينې زياته کړې، په ټوله نړۍ کې د وږيو خلکو شمېر ٣٧ ميليونه کم شوی او اوس په ټوله نړۍ کې ٨٠٥ ميليونه خلک وږي دي.
له بلې خوا “افغان ملي غورځنګ” د خوړو د نړيوال ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، سره له دې چې افغانستان لا هم يو بېوزله هېواد ګڼل کېږي او زيات شمېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، خو له بده مرغه د اسراف د ناوړو دودونو له کبله هره ورځ د ودونو، خيراتونو او نورو مناسبتونو په ترڅ کې په ټنونو خواړه ضايع کېږي.
دوى غوښتنه کړې چې په دغه ډول مناسبتونو کې د اسراف مخنيوی وشي، د ګډونوالو شمېر يواځې تر نږدې او اړينو کسانو پورې محدود شي، د خوړو ډولونه راکم شي، هغه خواړه چې پاتې کېږي، د هغوی د ضايع کېدو مخه ونيول شي او اړو کسانو ته يې د رسولو پر لارو چارو کار وشي.
افغان ملي غورځنګ په دې برخه کې له دولت څخه د ځينو قوانينو د وضع کولو او له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنې څخه د تبليغ او عامه پوهاوي په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن