ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې ٣٦ لوبغالي جوړېږي

ميدان وردګو کې ٣٦ لوبغالي جوړېږي

author avatar
17 Oct 2014 - 12:07
ميدان وردګو کې ٣٦ لوبغالي جوړېږي
author avatar
17 Oct 2014 - 12:07

ميدان ښار( پژواک ٢٥ تله ٩٣):د ميدان وردګو ولايت په مرکز او ولسواليو کې د شاوخوا ٤٦ مېليونه افغانيو په ټوليز لګښت ٣٦ لوبغالي جوړېږي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياني، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د واليببال،فوټبال،کرکټ او ځينې نورو لوبو دغه کوچني لوبغالي د ثبات پروګرام ( سيکا ) په مالي لګښت جوړېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې،دغه لوبغالي په مرکز ميدان ښار او جغتو،سيداباد،نرخ او جلرېز ولسواليو کې جوړېږي او له دې ډلې تېره اونۍ په جلرېز کې د فوټبال لوبغالي کار پيل شوى دى. 

خوږيانى، وايي چې د نورو يادو لوبغالو چارې به هم په نږدې راتلونکې کې پيل او په ټوليز  ډول به د يادو لوبغالو کار له درېيو تر څلورو مياشتو په موده کې بشپړ شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.