ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”د نادعلي – ګرشګ د سړک پروژه دې پيل شي”

”د نادعلي – ګرشګ د سړک پروژه دې پيل شي”

author avatar
18 Oct 2014 - 12:00
”د نادعلي – ګرشګ د سړک پروژه دې پيل شي”
author avatar
18 Oct 2014 - 12:00

لښکرګاه(پژواک ٢٦ تله ۹۳): د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د نادعلي – ګرشک سړک  په پروژه کې ناغېړي کېږي او نوى حکومت يې بايد چارې پيل کړي.

دا سړک ۴۱ کيلومتره اوږدوالى لري، چې د جوړېدو لپاره يې درې کاله مخکې بريتانيا ۴۰  ميليونه ډالره ځانګړي کړي،خو تراوسه يې يواځې  ۱۱ کيلومتره جوړ شوى دى.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي نعمت الله پژواک اژانس ته وويل چې د ياد سړک چارو د پيلېدو اعلان، دوه ځله د فوايد عامې وزارت له خوا شوى، خو تراوسه يې چارې په ټپه ولاړې دي.

د ده په وينا، د شخصي ګټو او له ساختماني شرکتونو سره  د اختلافاتو له امله تر دې دمه د ياد سړک د جوړېدو چارې ځنډولې دي.

نوموړي وويل،ياد سړک نادعلي ولسوالۍ له ګرشک او لښکرګاه سربېره له ټولو شمالي ولسواليو سره نښلوي،چې له امله به يې يادې ولسوالۍ له هر پلوه پرمختګ وکړي.

د دې والسوالۍ اوسېدونکي عبدالعزيز پژواک اژانس ته وويل، که ددغه سړک د جوړېدو چارې پيل نه  شي، نو د ژمي  په  رارسېدو به  مرکز لښکرګاه ته د خلکو تګ را تګ ستونزمن شي.

ده وويل، د ژمنيو بارانونو له امله دا سړک چې خامه دى نور هم خرابيږي او د موټرو تګ راتګ به په کې ستونزمن وي.

د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي غياث الدين پژواک ته وويل  چې د ياد سړک جوړېدل له اقتصادي پلوه ډېر اړين دي، بلخوا د دې پروژې له پلي کېدو سره په سيمه کې امنيت هم ښه کېداى شي.

ده غوښتنه وکړه چې د لښګرګاه اوګرشک ولسوالۍ ترمنځ د پاتې۳۰ کيلومتره سړک د جوړېدو چارې دې ژر تر ژره پيل شي.

د هلمندسرپرست والي وايي چې ددغه سړک د جوړېدو چارې بايد يوکال مخکې پيل شوې واى،خو پر ګټوونکي شرکت د نورو شرکتونو له خوا د درغلۍ د تورونو له امله ياده پروژه ځنډنۍ شوه.

تورن جنرال محمد نعيم وويل ، د دې سړک د ځنډ بل لامل تېرې ولسمشرېزې ټولټاکنې وي.

هغه وويل چې په دې تړاو يې د فوايد عام وزارت سره خبرې کړي ، څو دا پروژه ژر پيل شي.

دغه راز د دې ولايت د فوايد عامې رييس حاجي اهل الله عبيدي وايي، دوى پر سړکونو د مراقبت دنده لري او هغه پروژې چې نوې پلې کېږي  چاري يې د وزارت په واک کې وي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل ، په دې تړاو معلومات نه لري، چې دا پروژه ولې او د کومو لاملو له امله ځنډلې ده.

د ياد سړک ډيزاين  په لوړ کيفيت دى، ۲۵ ساتني متره  يې د قير اندازه او ۹ متره  سور لري، خو ويل کېږي په جوړ شوي ۱۱ کيلومتره يې د قرار داد خلاف ۱۵ ساتني قير اچول شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.