ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پانګه وال د صنعت کارانو لپاره کاري زمينې غواړي

د ننګرهار پانګه وال د صنعت کارانو لپاره کاري زمينې غواړي

author avatar
18 Oct 2014 - 17:19
د ننګرهار پانګه وال د صنعت کارانو لپاره کاري زمينې غواړي
author avatar
18 Oct 2014 - 17:19

جلال اباد (پژواک ٢٦ تله ٩٣): حکومت بايد د افغان صنعت کارانو لپاره ښې کاري زمينې برابرې کړي.  

دغه څرګندونې د تلې په ٢٦مه، يو شمېر افغان پانګه والو  په ننګرهار ولايت کې د افغانستان صنايعو د ودې په يوه ورځني کنفرانس کې وکړې.

هغوى وويل، په هېواد کې پر دولتي ادارو د غير مسلکي کسانو ګومارنې، ناامني، اداري فساد او د برېښنا کموالى هغه ستونزې دي، چې د صنايعو د پرمختګ مخه يې نيولې ده.

 په ننګرهار کې د صنعتکارانو د ټولنې مرستيال قاسم يوسفي، په دې کنفرانس کې وويل، دولت د صنايعو پر وړاندې غير مسلکي چلند کوي، چې له امله يې د پرمختګ مخه نيول شوې ده.

نوموړی وايي، په ننګرهار کې د صنعت کارانو ټولنې، ولسمشر ته د صنعت د ودې لپاره داسې تګلاره جوړه کړې، چې په پلي کېدو به يې په هېواد کې صنعت ډېره وده وکړي.

بلخوا د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) مرستيال محمد ابراهېم شمس وايي چې په هېواد کې د صنعت د پرمختګ لپاره بايد صنعتکارانو ته  ځمکه ورکړل شي.

د سوداګړۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي بيا وويل، په ننګرهار کې يې  د دغې ګډې ناستې موخه دا وه، څو څنګه کولاى شي په هېواد کې صنعت ته وده ورکړي.

ده وويل، دغه تګلاره چې په ننګرهار کې د صنعت کارانو له لوري جوړه شوې، ولسمشر ته به وړاندې شي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.