ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا سلګونه کورنۍ به د سروبي له برېښنا څخه برخمنې شي

author avatar
18 Oct 2014 - 16:09
author avatar
18 Oct 2014 - 16:09

محمودراقي(پژواک ٢٦ تله ٩٣):له سروبي څخه کاپيسا ولايت ته د ١١٠ ولټه برېښنا په انتقال سره سلګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې کېږي.

چارواکي وايي د کاپيسا په لومړي کوهستان ولسوالۍ کې به د دې برېښنا لپاره سب سټيشن جوړ او پر ټوله پروژه به دوه ميليونه ډالر لګښت راشي.

د لومړي کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق پژواک خبري اژانس ته وويل ،د يادې پروژې چارې به روانه اونۍ پيل شي، خو د هغې د پاى ته رسېدو نېټه يې ونه ښوده.

د ولسوال په وينا، په دې برېښنا سره به دکاپيسا ولايت د لومړي کوهستان په ګډون د دويم کوهستان او کوهبند ولسواليو ته هم برېښنا وغځول شي.

هغه وويل چې په يادو ولسوالۍ کې ترواسه  حکومتي برېښنا نشته.

د دې ولسواليو اوسېدونکي خوښي ښيي چې سيمو ته يې د برېښنا په غځېدو سره به خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د لومړي کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي لطف الله پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې برېښنا نشته.

هغه زياتوي:((له کابل څخهکاپيسا ولايت ته وارداتي برېښنا راغلې، خو په مرکز او ځينو سيمو کې محدوده ده ، موږ هيله لرو چې زموږ ولسوالۍ ته هم د برېښنا مزي را وغځول شي.))

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي قريب الرحمن پژواک ته وويل : ((اول کوهستان له پنجشېر او  پروان ولايتونو سره نږدې ده، لاروي دلته تم کېږي او ښه بازار هم لري، خو حکومتي برېښنا نه لري. نو د حکومتي برېښنا په راغځېدو به دا ولسوالي ډېر پرمختګ وکړي.))

د يادولو ده چې څلور کاله مخکې په جبل السراج کې هم د برېښنا لپاره د سب سټيشن جوړولو چارې پيل شوي، خو تراوسه يې فعاليت نه دى پيل کړى.

هغه مهال ولايتي چارواکو ويلي و، چې له دې سب سټيشن څخه به پنجشېر او کاپيسا ولايتونو ته برېښنا هم ورغځوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.