ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې يو شمېر موټر چلوونکو کار بنديز کړى

زابل کې يو شمېر موټر چلوونکو کار بنديز کړى

author avatar
18 Oct 2014 - 17:13
زابل کې يو شمېر موټر چلوونکو کار بنديز کړى
author avatar
18 Oct 2014 - 17:13

کلات (پژواک ٢٦ تله ٩٣) : د زابل ولايت يو شمېر موټر چلوونکي وايي چې د کانونو رياست له لوري ورڅخه د غېر قانوني پيسو د اخيستلو له امله يې کابنديز کړى.

دا موټرچلوونکي وايي چې د کانونو رياست ورڅخه د ريګ او جغل د انتقال پر سر په ناقانونه توګه د هر موټر پر سر سل افغانۍ اخلي او بايد مخه يې ونيول شي.

موټر چلوونکي عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وويل ، هغه موټر او تراکټورنه  چې کلات ښار ته ريګ او جغل راوړي  کار بنديز يې کړى دى.

هغه وايي  چې د کانونو رياست کار کوونکي ترې د موټر په سر ١٠٠ افغانۍ اخلي.

يو بل  موټر چلوونکي عيسي محمد پژواک ته وويل چې د کانونو د رياست دنده له کانونو څخه څارنه او ګټه اخيستنه ده ، نه  د ريګ او جغل پر سر له دوى پيسې اخيستل.

د ده په خبره، هغه وخت چې دوى قيمتي ډبرې يا نور قيمتي مواد لېږدولي؛ نو د کانونو رياست حق لري ، چې دوى وپلټي او ماليه ترې واخلي.

هغه وويل چې سلګونه موټر درول شوي او کاربنديز يې کړى دى.

خو د زابل ولايت د کانونو رييس عبدالحميد وايي،د دوى رياست پر هغو موټرو ماليه وضع کړې، چې کلات ښار ته ساختماني مواد راوړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کار يې د کانونو وزارت په لارښوونه پيل کړى او ورڅخه لاسته راغلي عوايد هم د دولت بوديجې ته سپاري.

دده په خبره ، چې دا کار په زابل کې نه دى پيل شوى؛ بلکې دا ډول ماليه د هېواد په نورو ولايتونو کې هم اخيستل کېږي او موټرچلوونکي بايد دا اصول ومني.

نوموړي ونه ويل چې په زابل کې څومره موټر چلوونکو د دوى د پرېکړې پر غبرګون کار بنديز کړى او نه هم تراوسه ولايتي ادارې په دې تړاو څه ويلي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.