ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

د زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

author avatar
19 Oct 2014 - 13:02
د زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې
author avatar
19 Oct 2014 - 13:02

کابل ( پژواک ٢٧ تله ٩٣ ) : د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سياليو کې د مس عينک زون، د بند امير زون، د بست زون، د امو زون او د سپين غر زون لوبـډلې برخه  لري.

هغه زياته کړه، دا څلور ورځنۍ لوبې د لومړي ځل لپاره د افغانستان کرکټ بورډ له لوري پر لاره اچول شوي، تردې وړاندې د زونونو ترمنځ درې ورځنۍ لوبې ترسره کېدې .

د افغانستان کرکټ عمومي رييس شهزاده مسعود ددغو لوبو د پرانيستې په مراسمو کې دا يو ښه ابتکار وباله او زياته يې کړه، چې د افغانستان کورنى کرکټ اوس ډېر پرمختګ کړى دى.

ده ټولو لوبغاړو ته يادونه وکړه چی دوى بايد ددغو لوبو قوانينو ته په  بشپړ ډول درناوی ولري او له دغو لوبو څخه پوره ګټه پورته کړي، ترڅو په راتلونکې کې له دې لارې د افغانستان بېلابېلو ملي لوبډلو ته لار پيدا کړئ او هم د هېواد لپاره په نړيوالو لوبو کې ښه وځليږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د لومړي ځل لپاره د څلور ورځنيو لوبو په لار اچول ستره لاسته راوړنه وبلله  او پر رسنيو يې غږ وکړ، ترڅو هره ورځ ددغو لوبو خپرولو ته په خپلو خبري او نورو خپرونو کې ځای ورکړي.
ډاکټر مراد زياته کړه چی دا هم د کرکټ په نړۍ کې د پرمختک يوه ښه بلګه ده، چی دوى وکولای شول څلورورځنۍ لوبې په لاره واچوي .

 نوموړي د کرکټ د يوې نړيوالې وېب پاڼې (کرک انفو) له مسوولينو څخه هم مننه وکړه چی د افغانستان دغه لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي.

د زونونو ترمنځ دا څلور ورځنۍ لوبې به د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي او د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي او ٤١ ورځې به دوام وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.