ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ځينې دولتي ادارې له ٣ کلونو راهيسې د برېښنا لګښت نه ورکوي

author avatar
19 Oct 2014 - 14:54
author avatar
19 Oct 2014 - 14:54

لښکرګاه (پژواک ۲۷تله ۹۳): په هلمند ولايت کې ځيني دولتي ادارو له تېرو درېيو کلونو راهيسې د برېښنا لګښت نه دى ورکړى او سل ميليونه افغانۍ پوروړې دي.

د دغه ولايت د برېښنا رياست مرستيال انجنير نصرت الله قانع پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت مقام په ګډون يو شمېر دولتي ادارې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د برېښنا لګښت نه دى ورکړى او دغه کار لامل شوى د رياست پر چارو منفي اغېز وکړي.

د قانع په خبره چې يوازې لږ شمېر دولتي ادارې د دوى پور ورکوي خو ډېرې يې د رسمي مکتوب ور لېږلو هم پور نه ورکوي.

هغه وويل که دا پورونه ور نه کړل شي ښايي د بودجې له کسر سره مخ شي خو هغه د ولايت مقام او عامې روغتيا له رياست پرته د نورو پوروړو ادارو نومونه وانه خيستل.

د هلمند سرپرست والي تورن جنرال محمدنعيم مني چې د ولايت مقام په ګډون ځينو ادارو د برېښنا پورونه نه دي ورکړي خو ويې ويل، تر اوسه د برېښنا لپاره دوى ته بوديجه نه ده ورکړل شوې

د ده په وينا، دې ستونزې ته دې د مرکزي دولت له خوا د حل لاره ولټول شوي.

سرپرست والي دا هم وويل، يو شمېر ادارې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د برېښنا رياست پوروړي دي چې اوس د پور ورکولو توان نه لري.

د لښګرګاه ښار اوسېدونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې دولتي ادارې بايد د برېښنا مصارف ورکړي؛ ځکه چې دا پيسې د دولت بوديجې ته ځي.

هغه وويل چې ولس د برېښنا د لګښت بېلونه ورکوي نو دولت يې بايد ولې ورنه کړي؟

هلمند ١٦ ميګاواټه برېښنا لري چې د چارواکو په وينا د دغه ولايت پر يو شمېر ولسواليو سربېره يې يوه اندازه کندهار ولايت ته هم لېږدول شوې ده.

په هلمند کې د کجکي او ګرشګ د برېښنا بندونه د ٣٣ ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري خو موده مخکې د کجکي د يوه توربين د خرابېدو له امله دغه ظرفيت اوس ١٦ ميګاواټه ته راټيټ شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.