کندهار (پژواک ٢٧ تله ٩٣): د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په منصور اباد سيمه کې يو ښوونځى چې د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله څو کاله تړلى و، يو ځل بيا د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شو.
د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عوض نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښوونځى يې د سيمې د مخورو او اوسېدونکو په مرسته نن (د تلې ٢٧مه) پرانيست.
هغه زياته کړه، دغه لومړنى ښوونځى د څلور کاله د زده کوونکو پر مخ تړلى و چې تر اوږده ځنډ وروسته بيا فعال شو.
ده وويل، په دغه لومړني ښوونځي کې ٦٠٠ زده کوونکي زده کړې کولاى شي، خو په لومړۍ ورځ په کې ١٥٠ زده کوونکي حاضر وو.
د ده په خبره، د سيمې اوسېدونکو ورسره ژمنه کړې چې نه يوازې خپل ټول ماشومان به ښوونځي ته لېږي، بلکې د ښوونځي ساتنه به هم کوي.
د ارغنداب ولسوالۍ د منصوراباد سيمې يوه اوسېدونکي حاجي محمد د ښوونځي په پرانيستل کېدو خوښي وښوده او ويې ويل، په کلي کې يې يوازې همدا يو ښوونځى دى چې د څو کلونو لپاره تړلى و او ډېرى ماشومان يې بې زده کړو لوى شول.
دى وايي، د کلي اوسېدونکو هوډ کړى چې خپل ماشومان ښوونځي ته داخل کړي، خو د پوهنې رياست دې هڅه وکړي چې په دغه ښوونځي کې تکړه ښوونکي وګوماري او زده کوونکو ته کتابونه او نور درسي توکي برابر کړي.
ارغنداب د کندهار ښار شمال لور ته په ١٠ کيلومتره کې پرته ولسوالۍ ده چې د بيا فعال شوي ښوونځي په ګډون په کې ٢٢ ښوونځي شته چې ٨ لېسې، ٥ منځني، ٧ لومړني ښوونځي او دوه ديني مدرسې دي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په کندهار کې ٥١١ ښوونځي شته چې ١٤٩ يې د نا امنيو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله تړلي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن