ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني او فرهنګي ټولنې: به کندهار کې دې اصلاحات او بدلون راشي

مدني او فرهنګي ټولنې: به کندهار کې دې اصلاحات او بدلون راشي

author avatar
19 Oct 2014 - 15:56
مدني او فرهنګي ټولنې: به کندهار کې دې اصلاحات او بدلون راشي
author avatar
19 Oct 2014 - 15:56

کندهار (پژواک ٢٧ تله ٩٣): د کندهار د مدني او فرهنګي ټولنو استازو او سياسي فعالانو د يوې غونډې له لارې د ولسمشر د وروستيو پرېکړو او کارونو ستاينه وکړه او له هغه څخه يې په لوى کندهار کې هم د اصلاحاتو د ژر پيلېدو غوښتنه وکړه.

په دې غونډه  کې چې د کندهار  په ښار کې جوړه شوې وه، لسګونو ځوانانو، فرهنګيانو او سياسي فعالانو په کې برخه اخيستې وه.

ليکوال او شاعر استاد نجيب الله هوتکي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې  د اصلاحاتو په لړ کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي وروستي اقدامات د ستايلو دي او دا به د ولس او حکومت تر منځ را پيدا شوى واټن له منځه يوسي.

خو هغه غوښتنه وکړه چې دغه اصلاحات دې ولسمشر او اجرائيه رييس په همغږۍ ترسره شي.

نوموړي وويل چې د کندهار اوسېدونکي د خپل حکومت د هرې قانوني کړنې تر شا درېږي او په دې تمه دي چې د بدلون او دوام لړۍ په لوى کندهار کې هم ژر پيل شي.

هوتکي غوښتنه وکړه چې د سولې راوستو په برخه کې دې پخوانى تشکيل لغوه شي او پر ځاى دې يې داسې مصلح کسان پر دندو وګومارل شي چې په رښتينې توګه د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

ده وويل د سوېلي حوزې په ولايتونو کې دې چارې اهل کسانو ته وسپارل شي او د مجازاتو او مکافاتو لړۍ دې په جدي توګه پلې شي.

د ځوانانو کاروان ټولنې مشر عبدالولي ودان وويل چې د ګڼو نورو کارونو تر څنګ دې په کندهار کې صنعت او زراعت ته د اوسني وخت له غوښتنو سره سم وده ورکړاى شي او بې روزګارو ته دې کار وموندل شي.

هغه دغه راز د برېښنا پر جوړېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د هلمند له کجکي او د کندهار د دهلې بندونو تر څنګ دې د خلکو د اړتيا په موخه سولر برېښنا توليد شي.

نوموړي د خلکو د روغتيايي ستونزو د حل لپاره د روغتيايي مرکزونو پر ډېروالي هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دغه ولايت هغو لرې پرتو سيمو ته هم روغتيايي خدمات ورسول شي، چې په تېرو کلونو کې ورڅخه بې برخې وو.

د محمدالله زنداني په نوم يوه وينا وال بيا د پوهنې د بهير اصلاح وغوښته او ويې ويل چې له ښوونځيو، ديني مدرسو او آن رسنيو څخه دې د پوهنې او تعليم لپاره سمه ګټه واخيستل شي.

هغه دا هم وويل چې د کونډو، يتيمانو او معلولينو د ښوونې او روزنې لپاره دې هم منظم پلانونه جوړ او عملي شي او ديني مدرسې دې په يوه قانوني چوکاټ کې راوستل شي.

ګڼ شمېر نورو ويناوالو هم ورته غوښتنې لرلې او ټينګار يې دا و چې کندهار او د سوېلي حوزې نورو ولايتونو ته دې د اصلاحاتو لړۍ ژر وغځول شي.

د غونډې په پاى کې يو شپږ ماده ييز پرېکړه ليک هم وړاندې شو چې په کې له حکومت څخه د مجازاتو او مکافاتو د فرهنګ د ژوندي کولو، اهل کسانو ته د کار سپارلو، د ضوابطو له مخې د واليانو او وزيرانو د ټاکلو غوښتنه شوې وه.

په پرېکړه ليک کې ټينګار شوى و چې تر هر څه وړاندې د سولې لړۍ مخ ته يووړل شي، خو که چا  سوله  نه کوله، نو بايد پر وړاندې يې پر بديلو لارو چارو غور وشي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.