کابل ( پژواک، ٢٧ تله ٩٣ ) : ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي چې د هېواد بې نظمۍ د زور په کارونې نه، بلکې د عدالت په رامنځته کولو حل کېدای شي.
له ارګ څخه د تلې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې تېر ماښام د سترې محکمې له غړو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
ولسمشر په دغه کتنه کې هيله څرګنده کړه ، چې ستره محکمه او نور محاکم بايد په ټولنه کې هغه وسيله واوسيږي ، چې د ټولنې هر کمزوری وګړی ورباندې باور ولري او هر حکم له تبعيض پرته پلی شي.
ډاکټر احمدزي په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې ناوړه دود ته په اشارې سره وويل چې مېرمنو ته د دوی اسلامي حقونه نه ورکول کيږي، نو ځکه په دې اړه بايد جدي پاملرنه وشي.
نوموړي په پای کې د عدالت پر ټينګښت يوځل بيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې دى به يواځې د اجرائيه قوې رييس نه، بلکې د دولت د درې ګونو قواوو په رأس کې وي او درې واړو ته به په يوه سترګه ګوري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن