ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خواجه غار کې ۱۳ طالبان وژل شوي

په خواجه غار کې ۱۳ طالبان وژل شوي

author avatar
19 Oct 2014 - 16:23
په خواجه غار کې ۱۳ طالبان وژل شوي
author avatar
19 Oct 2014 - 16:23

تالقان (پژواک ٢٧ تله ٩٣): چارواکي وايي چې د تخار ولايت  په خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۳ طالبان وژل شوي او اته نور يې ټپيان شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيارعبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ۵ بجې طالبانو د دې ولسوالۍ پر شهروان،پل مومن او ګورتېپې سيمو پر پوستو بريدونه کړي.

اسير وويل :(( د خواجه غار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په پوستو بريد کړى، جګړې د شپې تر لسو بجو دوام وکړ، ۱۳ طالبان وژل شوي او ۸ ټپيان دي. طالبان تېښتې ته مجبور شوي.))

اسير زياتوي چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خواجه غار ولسوال محمد عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د کندوز له دشت ارچي، آقتاش، امام صاحب او خان اباد ولسواليو څخه پر خواجه غار ډله ييز بريد کړى.

ولسوال وايي، طالبانو غوښتل په دغه ولايت کې هم ځانته پټنځاى جوړ کړى چې د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

د ده په وينا:((طالبان غواړي چې په تخار ولايت کې هم ځانته پټنځاى جوړ کړي، خو موږ ورته اجازه نه ورکوو چې خواجه غار د طالبانو او القاعده  لپاره امن ځاى جوړ شي.))

د خواجه غار ولسوال وايي ، دوى په سيمه کې د وسله والو د ځپلو لپاره پوره امکانات  نه لري.

دى زياتوي،طالبانو له روژې مياشتې راهيسې د خواجه غار په بېلابېلو سيمو ۲۲ بريدونه کړي، چې د دواړو غاړو په لسګونو کسان  وژل شوي او ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي

د تخار د اشکمش او خواجه غار ولسوالۍ د کندوز او بغلان ولايتونو له لوري د طالبانو له ګواښ سره مخ دي، چې د چارواکو په وينا، کله نا کله ورته وسله وال  را اوړي  او سيمې يې ناامنه  کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.