ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د سړکونو د ساتنې او مراقبت لپاره مرسته کوي

امريکا د سړکونو د ساتنې او مراقبت لپاره مرسته کوي

author avatar
20 Oct 2014 - 15:42
امريکا د سړکونو د ساتنې او مراقبت لپاره مرسته کوي
author avatar
20 Oct 2014 - 15:42

کابل(پژواک، ٢٨ تله ٩٣): د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې(USAID) ، نن د افغانستان فوايد عامې وزارت سره د سړکونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې ٢٢،٣ ميليون ډالره مرسته اعلان کړه.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پيسې د درېيو کلونو لپاره تخصيص شوې دي.

 سرچينې ليکلي چې د افغانستان د فوايد عامې وزارت په دغه موده کې له يادو مرستو څخه په ګټې اخيستنه کولى شي چې د سړکونو د ساختماني چارو، ساتنې او مراقبت اداره، د سړکونو لپاره د مالي سرچينو د موندلو لپاره د  يوه وجهي صندوق او مالي انستيتيوت جوړول او همدارنګه د کارکوونکو د روزنې لپاره ترانسپورټي انستيتيوت جوړ کړي.

د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې په خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې د مشورتي- انجنيري،  چاپيريال ساتنې، زيربنا او د پروژې مديريت په برخه کې  ددغو پروژو د پلي کولو مسووليت د (AMEC) په نوم انګليسي کمپنۍ ته سپارل شوى دى.

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د رييس ويليم همينک له قوله ويل شوي چې دغه پروژه د افغانستان د سړکونو د ساتنې او مراقبت ملي شبکې په برخه کې د فوايد عامې وزارت د ظرفيت لوړولو په برخه کې مرسته کوي.

همينک زياته کړه:((موږ له افغان دولت سره د ګډ کار په برخه کې د هېواد د ترانسپورټي زېربناوو د وضعيت د ښه والي او همدارنګه د افغانستان د خلکو لپاره د خوندي سړکونو د چمتو کولو په برخه کې ژمن يو.))

خبرپاڼې وړاندې ليکلي چې د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې له ٢٠١٤ کال نه تر اوسه د ٢٠٠٠ کيلومتره سړک د جوړولو او بيا رغونې له لارې د افغانستان د سړکونو په شبکه کې څه باندې ٢ ميليارده ډالره پانګونه کړې ده.

دغې ادارې همدرانګه په دې وروستيو کلونو کې خپل ټول تمرکز او پاملرنه د سړکونو له جوړولو د سړکونو د ساتنې او مراقبت لپاره د يوې عصرې شبکې د جوړولو په برخه کې د حکومت د ظرفيت لوړولو برخې ته اړولې ده.

په ورته وخت کې د فوايد عامې وزارت د ودانيزو او ترانسپورټي زېربناوو مرستيال انجنير احمدشاه وحيد که څه هم ددې مرستې د اعلان په اړه خوښي وښوده، خو ويې ويل چې د افغانستان د سړکونو ساتنې او مراقبت ته تر دې هم زياتو پيسو ته اړتيا ده.

نوموړي له امريکا او نورو مرستندويو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې دې خپلې مرستې زياتې کړي .

د وحيد د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٣ کلونو کې د نړيوالې ټولنې په مرسته ٧٥٠٠ کيلومتره سړکونه پاخه شوي، خو اوسمهال د افغان دولت او نړيوالې ټولنې د کمې پاملرنې له امله ددغو سړکونو ٤٨ سلنه برخه د ساتنې او مراقبت لپاره ترميم ته اړتيا لري.

نوموړي  پژواک ته وويل چې ددغو ٤٨ سلنه سړکونو د رغولو لپاره ٣٥٠ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.

 د فوايد عامې وزارت د مرستيال په خبره ، د هر سړک د ساختماني نورمونو له نظره چې هر سړک پخېږي ، بايد د ساتنې او مراقبت لپاره په هرو پنځو کلونو کې بيا ورغول شي.

هغه همدارنګه وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې د هېواد په کچه په  ١٢٠٠٠ کيلومتره عمومي او ٢٥ زره کيلومتره کليوالي سړکونو جغل اچول شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.