ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قوماندان مرغابي کسان د طالبانو د مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي

د قوماندان مرغابي کسان د طالبانو د مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي

author avatar
20 Oct 2014 - 16:19
د قوماندان مرغابي کسان د طالبانو د مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي
author avatar
20 Oct 2014 - 16:19

فيروزکوه( پژواک ٢٨ تله ٩٣): غور ولايت کې د ولسي ځواک او امنيتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي.

 د غور والي سيد انور رحمتي وايي، چې يوې لويې ډلې وسله والو طالبانو پرون سهار د دولينه ولسوالۍ شاه جوى او شهيدانو کليو کې له خلکو او امنيتي ځواکونو سره نښته کړې، خو دغه بريد د پنځو وسله والو مخالفينو په وژل کېدو سره په شا تنبول شوى دى.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جګړې د پرون تر نيمې شپې پورې دوام درلود او په ترڅ کې يې د ملي اردو يو سرتېرى او دولت پلوه ولسي ځواک يوتن  ټپيان شوي دي.

 رحمتي زياته کړه، چې وسله وال طالبان دولينه ته د هلمند له باغران ولسوالۍ څخه راغلي او د دغو سيمو د لاندې کولو نيت يې درلود، چې بريالي نه شول.

 د دولينه ولسوال محمداسماعيل رضايي وويل، چې په دغه بريد کې د وسله والو د نومول شوي والي ملا عبدالخالق په مشرۍ شاوخوا درې سوه وسله والو ګډون درلود، چې په دغو سيمو لسګونه راکټونه او د هاوان مرمۍ توغول شوې دي.

 هغه زياته کړه،چې امنيتي ځواکونو يادو سيمو ته لېږدول شوي او ملاتړي ځواکونو هم بايد سيمې ته ولېږل شي.

 خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په دغه بريد کې يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، چې تر اوسه پورې يې کره شمېر نه دى معلوم شوى.

د غور په چارسدې ولسوالۍ کې هم د طالبانو يو قوماندان وژل شوى دى.

 د غور والي وويل،درې ورځې وړاندې له هغه وروسته چې پخوانى جهادي قوماندان او د طالبانو پلوى احمدخان مرغابي په خپله د طالبانو له لوري ووژل شو، نو د مرغابي پلويانو له نن سهار راهيسې د چارسدې ولسوالۍ د کورګين سيمې پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

 د غور والي وويل، چې تر اوسه پورې د طالبانو يو قوماندن وژل شوى او درې نور قوماندانان د قوماندان مرغابي له پلويانو سره يو ځاى شوي دي.

 رحمتي د دوى نومونه په ډاګه نه کړل او زياته يې کړه: “کورګين د طالبانو پوځي مرکز دى، چې هلته د حقاني ترهګريزه شبکه او د طالبانو د نومول شوي مرستيال والي او د طالبانو د پوځي کمېسيون ملا احمد شاه په کې فعاليت کوي او که چېرې دغه سيمه ونيول شي نو د امنيت په وضعيت کې لوى بدلون رامنځته شي.”

د ويلو ده، پرون امنيتي چارواکو ويلي و، هغه شپږ کسان چې د مرغابي په وژنه کې يې لاس درلود او د مرغابي څلور ملاتړي، د غور په مرکز مرغاب سيمه کې وژل شوي او شلو کورونو ته په کې اور اچول شوى دى.

خو د طالبانو وياند،احمدمرغابي پخوانى جګړه مار اوسمهال په سيمه کې د اربکيانو قوماندان بللى او وايي، چې د هغه پلويانو په مرغاب کې يو شمېر ملکيان وژلي، ١٥ تنه يې نيولي او د لسګونه کسانو کورونو ته يې اور اچولى دى.

احمد مرغابي، د طالبانو د واکمنۍ له پاى ته رسېدو وړاندې په غور کې د جمعيت اسلامي مشهور قوماندان و او د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د يوې مودې لپاره د غور د ٤١ فرقې د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې وه.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.