ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو وسله او مهمات ترلاسه کړل

پوليسو وسله او مهمات ترلاسه کړل

author avatar
20 Oct 2014 - 13:51
پوليسو وسله او مهمات ترلاسه کړل
author avatar
20 Oct 2014 - 13:51

کندهار، کلات ( پژواک، ٢٨ تله ٩٣ ) : پوليسو په زابل کې ٢٥ ميله تومانچې او په کندهار ولايت کې د درنو وسلو د مرميو لويه زېرمه کشف کړې ده.

د زابل ولايت امنيتي چارواکی وايي چې د تلاشۍ پر مهال يې ٢٥ ميله تومانچې نيولي، چې د دوى په خبره ، ورڅخه د تخريبي فعاليتونو لپاره کار اخيستل کېده.

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير زر ګل د تلې په ۲۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وسلې نن سهار پوليسو د يوه موټر د تلاشۍ پر مهال تر لاسه کړې دي.

نوموړي زياته کړه ، يو کرولا موټر چې له کابل څخه د کندهار  پر لور روان و، د کلات ښار اړوند د خرواريانو په سيمه کې د پوليسو له خوا وپلټل شو.

دده په خبره ، له ياد موټر څخه ۲۸ ميله تومانچې چې پاکستان کې جوړې شوي تر لاسه شوې.

زرګل وايي ،د موټر چلوونکى چې د هرات ولايت اوسېدونکی او د سرحدي پوليسو سرباز دی د پوليسو له لوري نيول شوی او اوس مهال تر پلټنو لاندې دى.

د يوه بل خبر له مخې، د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا‌ء دراني پژواک اژانس ته وويل پوليسو يوه زېرمه د عملياتو پر مهال ډيورنډ کرښې ته څېرمه په يوه کور کې کشف کړې ده.

هغه زياته کړه، په دې زېرمه کې ٥٠٠ فيره د توغندي او ٢٠٠٠ فيره د دهشکې مرمۍ شاملې دي، چې په يوه زاړه کور کې تر ځمکې لاندې خښې شوې وې.

دى وايي، وسله والو مخالفينو له دغو مرميو څخه د سرحدي پوليسو پر امنيتي پوستو او ګزمو د بريدونو لپاره کار اخيست.

د درنو وسلو دغه زېرمه داسې مهال د پوليسو له لوري کشف کيږي، چې په دې وروستيو مياشتو کې د کندهار په سرحدي ولسواليو کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پوليسو پر پوستو د وسله والو مخالفينو وسله وال بريدونه ډېر شوي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.