کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٣): ولسمشر د ازبکستان او تاجکستان له سفيرانو سره په ليدنه کې ويلي، افغانستان غواړي چې د ازبکستان له لارې د اروپا له بازارونو سره وصل او په نږدې راتلونکي کې د برېښنا انرژۍ پر مرکز بدل شي.
ولسمشر محمداشرف غني احمدزي تېره ورځ مازديګر په کابل کې د ازبکستان او تاجکستان له سفيرانو سره کتلي دي.
د ولسمشر د وياندوى د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر احمدزي او په کابل کې د ازبکستان سفير يادګار شادمانوف د دوه اړخيزو همکاريو، په ځانګړې توګه د امنيتي مسايلو، سړکونو او وسپنې پټلۍ د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.
احمدزي په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ اړيکې تاريخي او لرغونې بللې او ويلي يې دي چې د دغو تاريخي اړيکو ثبوت د بلخ او بخارا د ښارنو تر منځ مناسبات دي.
ولسمشر، د شانګهاى د همکاريو سازمان په چوکاټ کې د دواړو هېوادنو د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړى او ويلي يې دي چې افغانستان غواړي د ازبکستان له لارې د اروپا له بازارونو سره وصل شي.
د احمدزي په وينا، ازبکستان په ساختماني برخه کې ښې وړتياوې او تجربه لرونکي انجنيران لري او افغانستان لېوال دی چې له دغو وړتياوو استفاده وکړي.
ولسمشر د ازبکستان له سفير سره د کتنې پر مهال ويلي: “تروريزم زموږ ګډې ګټې له خطر سره مخ کړې دي، له دې امله يې بايد پر خلاف جدي اقدامات ترسره شي.”
د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د ازبکستان سفير شادمانوف، احمدزي ته د ولسمشر په توګه د هغه د ټاکل کېدو مبارکي ويلې او زياته کړې يې ده چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت غوښتونکی دی او د ملي وحدت د حکومت په جوړېدو سره به د ترانسپورت، برېښنا انرژۍ، د وسپنې پټلۍ، سوداګرۍ او ترانزيټ په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر احمدزي په کابل کې د تاجکستان سفير شريف الدين اماموف هم تېره ورځ خپل حضور ته ومانه.
په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د ترانسپورت، برېښنا انرژۍ، بنسټيزو پروژو او وسپنې پټلۍ د جوړېدو په اړه خبرې شوې دي.
ولسمشر په ژمي کې افغانستان ته د تاجکستان د برېښنا د صادراتو له دوامه مننه کړې او هيله يې څرګنده کړې چې د تاجکستان او سيمې د نورو هېوادونو په همکارۍ په نږدې راتلونکي کې افغانستان د برېښنا انرژۍ پر مرکز بدل شي.
په کابل کې د تاجکستان سفير په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د اقتصادي پرمختګونو په باب جمهور رييس احمدزي ته معلومات ورکړي او له افغانستان سره يې د خپل هېواد د تجربو شريکولو ته چمتووالى ښودلى دى.
سفير ويلي چې هېواد به يې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن