ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران حکومت درې افغانان زندۍ کړي او دوه يې په ډزو وژلي دي

د ایران حکومت درې افغانان زندۍ کړي او دوه يې په ډزو وژلي دي

author avatar
21 Oct 2014 - 18:49
د ایران حکومت درې افغانان زندۍ کړي او دوه يې په ډزو وژلي دي
author avatar
21 Oct 2014 - 18:49

تالقان (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د تخار سیمه ییز حکومتي چارواکي وايي، تېره پنجشنبه د ایران حکومت د دغه ولایت درې اوسېدونکي زندۍ کړي او دوه نور یې په ډزو وژلي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند سنت الله تېمور وايي، د کلفګان ولسوالۍ درې اوسېدونکي په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په دار ځړول شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو زندۍ شويو کسانو څخه د دوو مړي تېره ورځ په یاده ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل شوي او ټاکل شوې، د یوه بل مړى سبا خاورو ته وسپارل شي.

دى وايي، د يادو کسانو مړي د هغوى خپلوانو له ايران څخه رالېږدولي دي.

 تېمور زياتوي، د ايران سرحدي پوليسو هغه دوه افغانان په ډزو وژلي، چې غوښتل يې په ناقانونه توګه اېران ته ولاړ شي.

د هغه په وينا، د دغو کسانو مړي هم تېره ورځ په کلفګان ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل شوي دي.

په همدې مهال د کلفګان ولسوالۍ د قره تو د سیمې اوسېدونکی امان الله نظري، چې ورور یې په ایران کې زندۍ شوی، وايي، ایران حکومت افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کوي.

د ده په خبره، ورور یې چې د ایران حکومت له لوري د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوی و، په ۱۵ کاله بند محکوم شوی وو.

ده زياته کړه: “خو پرته له دې چې د هغه د بند موده پای ته ورسېږي، په دار وځړول شو. د هغه د زندۍ کولو نه مخکې موږ ته خبر نه دی راکړل شوی او هغه ته یې هم اجازه نه ده ورکړې، چې خپلې کورنۍ سره خبرې وکړي او یا لږ تر لږه خدای پاماني وکړي. موږ ډاډمن وو چې د بند مودې له تېرولو وروسته   کور ته راځي.”

نظري وايي، هغه ته له ایرانه زنګ راغلی، چې ورور یې زندۍ شوی او مړی یې د پولیسو له لوري افغانانو ته سپارل شوی دى.

د کلفګان ولسوالۍ یو بل اسېدونکی اسدالله وايي، د دوی ډېر داسې کلیوال په ایران کې شته، چې د نشه يي  توکو د قاچاق په تور نیول شوي او ورک دي.

نوموړى وايي: “ماما مې ۱۳ کاله مخکې د کار روزګار لپاره ایران ته تللی و، یو کال وروسته د هغه هېواد له لوري د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شو، تر اوسه یې درک نه دی معلوم. شاید وژل شوی وي او یاهم ژوندی وي. هغه په هماغه کال کوژده هم کړې وه.”

دوی له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه غواړي، چې په ایران کې د افغانانو برخلیک معلوم کړي.

هغوی د ایران په حکومت تور لګوي، چې بې ګناه افغانان نیسي، بندي کوي یې او بیا یې زندۍ کوي.

د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، اوسمهال د دغې ولسوالۍ ۷۵۰ اوسېدونکي د نشه یی توکو د قاچاق په تور، د ایران په زندانونو کې د بند شپې ورځې تېروي.

دوی وايي، که افغان حکومت د ایران له حکومت سره خبرې ونه کړي، کېدای شي تر راتلونکي کاله   دغه ټول افغانان یو پر بل پسې په دار وځړول شي.

د هغوى د څرګندونو له مخې، افغانان د کار لپاره اېران ته ځي او ډېری زندۍ کېدونکي کسان بې ګناه دي.

د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وينا، له تېرو څلورو کلونو راهیسې یواځې د کلفګان ولسوالۍ څه باندې ۱۰۰ کسان په اېران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور زندۍ شوي دي.

د افغانستان د ځينو نورو سيمو اوسېدونکي هم په اېران کې اعدام شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.