ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سره مياشت: له بېوزلو سره مرسته وکړئ

سره مياشت: له بېوزلو سره مرسته وکړئ

author avatar
21 Oct 2014 - 16:29
سره مياشت: له بېوزلو سره مرسته وکړئ
author avatar
21 Oct 2014 - 16:29

کابل (پژواک ۲۹ تله ۹۳): افغاني سرې مياشتې ټولنې پر خلكو غږ کړى چې د دې خيريه ټولنې په ځانګړې اوونۍ کې دې له بېوزلو سره د مرستې په موخه مرستې وکړي.

د سرې مياشتې ځانګړې اوونۍ نن پيل شوه چې په ترڅ کې به يې ياده ټولنه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د غونډو په جوړولو سره د بېوزلو د لاسنيوي په موخه مرستې راټولې کړي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشرې فاطمې ګيلاني نن په دې اړه په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وويل چې د دې ټولنې د ځانګړو کاليو لرونکي کارکوونکي به د دې اوونۍ په اوږدو کې له سوداګرو، هټۍ والو، نقليه وسايطو، د تعليمي موسساتو له محصلينو او زده کوونکو او نورو خلکو نغدې مرستې راټولې کړي.

د دې خپلواکي خيريه ټولنې مشره وايي چې راټولې شوې مرستې به په هېواد کې پر اړو او زيانمنو کسانو ووېشي.

افغاني سره مياشت د سره صليب او سرو مياشتو د نړيوال نهضت غړيتوب لري او له اتيا کلونو راهيسې فعاليت لري.

د دې ټولنې په نننۍ غونډه کې د ولسمشر محمداشرف غني احمدزي پيغام هم ولوستل شو.

ولسمشر په خپل پيغام کې له ټولو خلکو غوښتي چې له دې ټولنې سره مرستې وکړي؛ ځکه چې له سرې مياشتې سره مرستې په اصل کې د هېواد له زيانمنو او پېښو ځپلو خلکو سره مرسته او همکاري کول دي.

همدارنګه ولسمشر د دولتي ادارو له ټولو کارکوونکو غوښتنه کړې چې عادي کارکوونکي د خپلې يوې ورځې او وزيران د خپلې يوې اوونۍ تنخوا له يادې بشري ټولنې سره مرسته وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.