کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتونو څېړنيزه اداره (سيګار) وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د توليد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ٧٦٠٠ ميليون ډالرو له لګولو سره سره، امريکا په دې برخه کې له ماتې سره مخ ده.
د دغې ادارې مشر جان سوپکو وايي، له دې ټولو لګښتونو سره بيا هم د نشه يي توکو د توليد لوړه کچه ثبت شوې او نشه يي توکي په يو شمېر هغو سيمو کې بيا کرل شوي، چې له دې وړاندې يې کچه صفر ته راټيټه شوې وه.
د سيګار ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د نشه يي توکو کښت چې د طالبانو له مهمو مالي سرچينو څخه بلل کېږي؛ د افغانستان په سوېلي سيمو کې پراختيا او ډېر شوى دى.
جان سوپکو زياتوي، چې په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د کوکنارو کښت ډېر شوى او د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو اوږدمهاله پروګرام اغېزمنتيا يې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
سيګار زياتوي: “د نشه يي توکو پېرل او پلورل، د افغانستان مالي سکټور مسموموي او د فساد، د جنايي شبکو د ژوندي ساتنې او طالبانو او نورو ډلو لپاره د مالي مرستو د برابرولو سبب ګرځي، چې د دغه حکومت مشروعيت نور هم کمزورى کوي.”
د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ادارې (يو ان او ډی سي) د معلوماتو پر بنسټ، په تېر ٢٠١٣ زېږديز کال کې پر ٢٠٩زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي و، چې له هغه څخه د يو کال وړاندې (٢٠١٢) شمېرو په پرتله ١٥٤زره هکټاره چې ٣٦ سلنه کېږي، لوړتيا په ګوته کوي.
جان سوپکو وايي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو راپور چې د راتلونکي زېږديز کال تر مۍ مياشتې پورې به په ٢٠١٤زېږديز کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کچې په اړه خپور شي او ښايي د ناامنيو له امله په ډېرو لرې پرتو سيمو کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو د کښت کچه لوړه شي.
جان سوپکو زياتوي، چې د نشه يي توکو د توليد او کرلو د له منځه وړلو په برخه کې د امريکا متحده ايالاتونو له هڅو سره-سره له يوې لسيزې وروسته، بيا هم کومه په زړه پورې پايله نه ده تر لاسه شوې.
د سوپکو د معلوماتو له مخې، د امريکا متحده ايالاتونو د روان کال تر جون مياشتې پورې په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد او توليد سره د مبارزې په برخه کې شاوخوا اووه ميليارد ډالر لګولي دي.
د ٢٠١٥ زېږديز کال لپاره د کوکنارو د کښت فصل دوام لري او د سږ کال تر نومبر مياشتې به پاى ته ورسېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په تېر ٢٠١٣ زېږديز کال کې شاوخوا ٥٥٠٠ متريک ترياک توليد کړي و، چې د ٢٠١٢ کال په پرتله ٤٩ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن