ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ١٣٨٢ لمريز کال راهيسې د ملي اردو ٦٨٥٣ سرتېري وژل شوي

له ١٣٨٢ لمريز کال راهيسې د ملي اردو ٦٨٥٣ سرتېري وژل شوي

author avatar
21 Oct 2014 - 12:40
له ١٣٨٢ لمريز کال راهيسې د ملي اردو ٦٨٥٣ سرتېري وژل شوي
author avatar
21 Oct 2014 - 12:40

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د ملي دفاع وزارت وايي چې له ١٣٨٢ لمريز کال راهيسې د ملي اردو ٦٨٥٣ سرتېري وژل شوي دي.

دغه شمېر د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي د تلې په ٢٩مه په خپله ټويـټرپاڼه کې خپاره کړى دى.

هغه زياته کړې چې په ١٣٨٢ لمريز کال کې ٩ تنه، په ١٣٨٣ کال کې ٥١، په ١٣٨٤ کال کې ١٣٨، په ١٣٨٥ کال کې ٢٠٦، په ١٣٨٦ کال کې ٣٢٥ او په ١٣٨٧ لمريز کال کې د ملي اردو ٣٨٠ سرتېري وژل شوي دي.

عظيمي دغه راز ويلي چې په ١٣٨٨ لمريز کال کې ٦٣٥، په ١٣٨٩ لمريز کال کې ٧٤٨ په ١٣٩٠ لمريز کال کې ٨٤١ ، په ١٣٩٣ کال کې ١١٧٠، په ١٣٩٢ کال کې ١٤٠٠ او د ١٣٩٣ لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٩٥٠ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت وياند په خپلو دغو معلوماتو کې د ملي اردو د ټپيانو شمېر نه دى په ډاګه کړى.

د چارو شنونکى قاضي محمد حسن حقيار وايي چې په لومړنيو کلونو کې ډېرى عمليات د بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره کېدل ، ځکه د ملي اردو تلفات هم کم وو.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې  وروستيو پنځو کلونو کې چې د ملي اردو شمېر زيات او په ډېرو سيمو کې يې فعاليت پيل کړ، نو مرګ ژوبله يې هم زياته شوه.

حقيار وايي، کله چې له ناټو ځواکونو افغان  ملي ځواکونو ته امنيتي مسووليتونه وسپارل شول او د عملياتو قومانده هم ملي ځواکونو پر غاړه واخيسته، نو مرګ ژوبله يې څو برابره نوره هم زياته شوه او د بهرنيانو مرګ ژوبله ټيټه شوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.