ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله وال مخالفين بايد له جګړې لاس واخلي”

“وسله وال مخالفين بايد له جګړې لاس واخلي”

author avatar
21 Oct 2014 - 19:17
“وسله وال مخالفين بايد له جګړې لاس واخلي”
author avatar
21 Oct 2014 - 19:17

ميمنه (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د فارياب ولايت د قومونو جرګې، له نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان کړى او له وسله والو مخالفينو يې غوښتي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي.

په هغې غونډه کې، چې د “فارياب د قومونو د جرګې” تر نوم لاندې، نن د دغه ولايت مشرانو او سپين ږيرو په ګډون د ميمنې په ښار کې تر سره شوه، له امنيتي ارګانونو څخه هم په کې ملاتړ وشو او له نوي حکومت يې وغوښتل، چې د دغو ارګانونو په سر کې پوه او مسلکي کسان په دندو وګوماري.

د فارياب د سرحدونو او قبايلو چارو مشر سيدعارف ګهريک، چې ياده جرګه هم د دغه رياست له لوري تر سره شوې وه، په ډاګه کړه چې د دغې جرګې موخه د قومونو يووالى او نږدې کېدل او د هېواد پرمختګ دى.

د فارياب د سولې کمېټې منشي سيداحمد سعيد وويل، چې نوى حکومت خلکو ته د هيلو سبب شوى، ځکه د تاريخ په اوږدو کې داسې کم واکمنان تر سترګو شوي، چې له امنيتي بنسټونو، زندان، ښوونځيو او روغتونونو ليدنه وکړي.

هغه زياته کړه: “موږ د ملي يووالي له حکومت غواړو، چې په خپله کابينه کې رښتوني او زحمتکش کسان وګوماري، ځکه د يو شمېر هغو کسانو له څېرو، چې په تېر حکومت کې په فساد ککړې وې، ستړي شوي يو.”

د پښتونکوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر مولوي محمداسماعيل مجاهد وويل، چې د ملي يووالي په حکومت کې د ټولو قومونو استازي خپل شتون احساسوي او بايد له دغه حکومت څخه بشپړ ملاتړ وشي.

د فارياب د مشرانو او سپين ږيرو شورا مشر عبدالقدوس قليچ وويل، د هغو شمېرو له مخې چې په لاس کې يې لري، هېواد کې د بډې اخيستو او د ځمکو د غصب په ګډون ١٣٠ ډوله فساد شتون لري، چې يواځينى لامل يې د پخواني حکومت چارواکي دي.

هغه زياته کړه، چې نړيوالې ټولنې په تېرو ١٣ کلونو کې له افغانستان سره له سل ميلياردو ډالرو څخه ډېره مرسته وکړه، خو د يادو مرستو له ډلې يې يواځې ٣٠ سلنه لګول شوې او پاتې نورې د کورنيو او بهرنيو چارواکو جېبونو ته تللې دي.

د دغې جرګې له لوري په صادر شوي شپږ ماده ييز پرېکړه ليک کې د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتل شوي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي، ځکه جګړه د ملت په ګټه نه ده.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې نوى حکومت دې د ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره کړي او په خپله کابينه کې وړ او په کاره پوه کسان وګوماري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.