کابل (پژواک٢٩ تله ٩٣): د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د چين د ولسمشر “شي جينګ پينګ” په رسمي بلنه په راتلونکې اونۍ کې د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمېنې بېجېنګ ته درې ورځنی سفر کوي.
سرچينې ليکلي، ولسمشر احمدزی به چين ته د خپل دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې له خپل چينايي سيال شي جينګ پينګ سره پر کتنې سربېره د چين له لومړي وزير او د پارلمان له رئیس سره هم وګوري.
په خبرپاڼه کې يادونه شوې، د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د افغانستان او چين ترمنځ د همکارۍ څو هوکړه ليکونه هم لاسليک شي.
د ولسمشر د وياند د دفتر د معلوماتو له مخې، ولسمشر احمدزی به د چين د خلکو جمهوريت ته د دغه رسمي سفر په څنډه کې د افغان او چينايي پانګه والو او سوداګرو په غونډه کې ګډون وکړي او د هغه هېواد له سترو تاسيساتو او بنسټونو څخه به هم ليدنه وکړي.
همدارنګه سرچينې ليکلي، ولسمشر به د بيجينګ ښار د شينهوا په پوهنتون کې وينا وکړي او په يوه ګردي مېز کې به له يو شمېر کارپوهانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړيکو، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو په اړه خبرې وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن