ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ: سپين غر مس عينک زون ته ماتې ورکړه

کرکټ: سپين غر مس عينک زون ته ماتې ورکړه

author avatar
21 Oct 2014 - 18:00
کرکټ: سپين غر مس عينک زون ته ماتې ورکړه
author avatar
21 Oct 2014 - 18:00

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د احمدشاه ابدالي کرکټ څلور ورځنيو سياليو په لړ کې د سپين غر زون لوبـډلې د مس عينک زون لوبډلې ته لويه ماتې ورکړه.

دا سيالۍ د تلې په ٢٧مه د پنځو زونونو لوبـډلو په ګډون د کابل او ننګرهار د کرکټ په نړيوالو لوبغالو کې پيل شوې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د سپين غر زون او مس عينک زون ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه د سپين غر زون په بريا پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه د مس عينک زون لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. د سپين غر زون لوبـډلې په خپل لومړي وار کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو په ۶۸،۴ اورونو کې ۲۲۴ منډې جوړې کړې چې په کې ضمير خان ۷۱، نقيب ننګرهاري ۶۵ او مرتضی خان ۴۸ منډې جوړې کړې.

د هوتک په وينا، د مس عينک له لوري په توپ اچونه کې ظهير خان ۶ او نصير خان ۳ لوبغاړي وسوځول.

دى وايي چې د مس عينک زون لوبډلې په خپله لومړۍ توپوهنه کې په ۳۷،۱ اورونو کې يواځې ۱۱۵ منډې برابرې کړې چې په کې يونس خان احمدزي ۵۶ او فضل نيازي ۲۶ منډې جوړې کړې.

د سپين غر زون له لوري توپ اچوونکو ښه وړتيا وښوده،  باطن شاه ۵ او فريد احمد ملک ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سپين غر زون لوبـډلې په خپل دويم وار کې ٢٥٩ منډې جوړې کړې، دغه ځل نجيب ترکي ٩٤ او قسيم اورياخېل ٦٧ منډې جوړې کړې. د مس عينک له لوري ظهير خان يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او اووه لوبغاړي يې وسوځول.

د سپين غر زون د لومړي وار د زياتو منډو په يو ځاى کېدو سره مس عينک ته يې د ٣٦٨ منډو هدف ورکړ، خو هغوى د دويمې ورځې له پاى مخکې په ١٣٣ منډو وسوځېدل.

د سپين غر زون له لوري په دويم وار کې فريد احمد ملک درې، هميم خان، باطن شاه او ضمير خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په کابل کې د بند امير او بست زون لوبـډلو ترمنځ لوبه روانه ده چې تر اوسه يې پايله نه ده معلومه شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.