ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزى: افغانستان د سيمې او نړۍ د منفي سياستونو ښکار شوى

داوودزى: افغانستان د سيمې او نړۍ د منفي سياستونو ښکار شوى

author avatar
22 Oct 2014 - 12:10
داوودزى: افغانستان د سيمې او نړۍ د منفي سياستونو ښکار شوى
author avatar
22 Oct 2014 - 12:10

کابل ( پژواک، ٣٠ تله ٩٣ ) : د کورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزى وايي چې افغانستان د سيمې او نړۍ د منفي سياستونو ښکار شوى دى.

محمدعمر داوودزي دغه څرګندونې پرون د هندوستان په ډيلي ښار کې د( ميونخ امنيتي کنفرانس) د غونډې پر مهال کړې دي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د سيمې او نړۍ د امنيتي حالاتو ترڅنګ تر ٢٠١٤ کال وروسته چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، پر راتلونکي وضعيت خبرې کېږي.

داوودزي ويلي چې افغانستان له تېرو څو کلونو راهيسې له ګڼ شمېر لاسته راوړنو سره سره يو شمېر جدي ننګونو سره هم  مخ دى.

هغه زياته کړې : (( موږ تر اوسه په دې نه يو توانيدلي چې د طالبانو حرکتونه له منځه يوسو. ))

داوودزى وايي چې په ژمي کې وسله وال طالبان له ډيورنډ کرښې څخه اوړي او په پاکستان کې خپلو پټنځايونو او روزنځايونو ته ځي چېرته چې بيا روزنه ترلاسه کوي او مجهز کېږي .

د نوموړي په وينا، تر ژمي وروسته وسله وال طالبان په داسې حال کې چې ښه روزل شوي او مجهز شوي وي، بيا پسرلني عمليات پلوي.

د کورنيو چارو وزير يادې غونډې ته زياته کړې، طالبان په داسې حال کې بېرته له پاکستان څخه راګرځي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو سيمه ييزو او نړيوالو وسله والو ترهګرو ډلو وسله وال هم ورسره راځي.

 د هغه په وينا، وروسته دغه وسله وال د افغاني وسله والو په ملګرتيا منځنۍ اسيا او نورو هېوادونو ته ځانونه رسوي.

ده زياته کړې :(( دا په دې مانا چې افغانستان له پاکستان څخه منځني اسيا، منځني ختيځ ، چين او نورو هېوادونو ته د ترهګرو د لارې په توګه استعمالېږي .))

داوودزى وايي چې دغه ترهګرې ډلې په منځنۍ اسيا کې د نشه يي توکو او وسلو له مافيا سره هم نږدې اړيکې لري.

د هغه په وينا، له نشه يي توکو څخه له ترلاسه شويو پيسو دوى وسلې اخلي او بيا له دې وسلو څخه افغانستان او ټوله سيمه نا امنه کوي.

د افغانستان دکورنيو چارو وزير په ډاګه کړې چې هېواد يې په ايډيالوژي توګه د سخت  دريځۍ او ترهګرۍ مرکز نه دى.

دى وايي چې دافغانستان ټولې مدرسې له پوهنې وزارت سره رسميت لري او ددې وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي.

هغه زياته کړې چې  په افغانستان کې هېڅ داسې ځاى نشته، چې سخت دريځي په کې و روزل شي او نه هم په کې ترهګر روزنيز مرکزونه لري.

داوودزى وايي : (( افغانستان د سيمې او نړيوالو د منفي سياستونو قرباني شوى دى. ))

د کورنيو چارو وزير ويلي،چې د روانې جګړې حل يواځې نظامي حل لاره نه ده او دوى له هرې هغې لارې کار اخلي چې ددې ستونزې لپاره سياسي هوارى پيدا کړي.

هغه زياته کړې، د افغانستان نوى ملي يووالى حکومت غواړي چې د خبرو اترو له لارې روانې شخړې ته د حل لاره پيدا کړي.

داوودزي ويلي چې نوى حکومت دفساد د له منځه وړلو او خلکو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو ته هم ژمن دى.

هغه زياته کړې چې دافغانستان سولې لپاره دګاوڼديو سمه همکاري مهم رول لوبوي او ګاونډي هيوادونه بايد له سره د هغو ګواښونو پر وړاندې سمه همکاري وکړي، چې دوى هم ورسره مخامخ دي.

داوودزي وويل :(( سږ کال موږ د دوو مسووليتونو د لېږد بهير ترسره کړ، دافغانستان د قانون له مخې يو ولسمشر درې ځلې پرله پسې نه شي منتخب کېداى، ځکه نو دا ځل افغانانو نوى ولسمشر وټاکه.))

نوموړي زياته کړه،چې په هېواد کې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي يو والي حکومت جوړ شوى او کارونه يې په ښه توګه روان دي.

داوودزي دغه راز وويل چې سږکال په برياليتوب سره له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ملي ځواکونو ته  د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه بشپړه شوه.

 ده زياته کړه :(( له کله راهيسې چې موږ امنيتي مسووليتونه ترلاسه کړي،د افغان ملي ځواکونود خپلواکۍ روحيه ورځ تر بلې پياوړې کېږي ، زموږ ځواکونه وايي چې  دا زموږ خاوره ده او موږ به يې ساتنه کوو.))

د هغه په وينا،د تېرو ولسمشريزو دوو پړاونو ټاکنو امنيت ټينګولو سره ملي ځواکونو خپله وړتيا ټولو ته ثابته کړه.

ده زياته کړه : (( زموږ نړيوالو همکارانو چې په افغانستان کې کومه پانګونه کړې او قربانۍ يې ورکړي، هغه ضايع شوي نه دي، دا لاسته راوړنې ددوى له همکارۍ پرته ناممکنې وې. ))

داوودزي وويل چې د نړيوالو ځواکونو د قربانيو ترڅنګ افغان ملي ځواکونو او ملکي وګړو د  ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې تر ټولو زياته قرباني ورکړې ده.

د کورنيو چارو وزير زياته کړې چې افغانان د نړيوالې ټولنې اوږودمهالې همکارۍ ته  اړتيا لري او د همدې لپاره يې له ناټو او امريکا سره امنيتي سندونه لاسليک کړل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.