هرات(پژواک، ٣٠ تله ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو د مرګ ژوبلې له ډېرېدو خبرو ورکوي او وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د ټول هېواد په کچه ٦٠٠ سيمه ييز پوليس وژل شوي او څه باندې ٩٠٠ نور ټپيان دي.
ددې وزارت د سيمه ييزو پوليسو مرستيال مل پاسوال عبدالحميد حميدي په هرات ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د قطعاتو د وضعيت څېړنې په اړه سيمينار کې خبريالانو ته وويل ، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د سيمه ييزو پوليسو د مرګ ژوبلې کچه ٧٠ سلنه لوړه شوې ده.
د حميدي په خبره، د مرګ ژوبلې د لوړېدو لامل د يوې څرګندې تګلارې نه شتون دى چې په ډېرو مواردو کې سيمه ييز پوليس په لرو پرتو سيمو کې د دندې اجراکولو ته استول کېږي او د سيمې د وضعيت څخه د معلوماتو د نه شتوالي له امله له خطر سره مخ کېږي.
د کورنيو چارو وزارت دغه چارواکي ټينګار وکړ ، چې د سيمه ييزو پوليسو د مرګ ژوبلې د لوړېدو لپاره اړتيا ده چې دوى له هغو سيمو او وضعيت څخه يې پوره خبرتيا ولري، چې دنده په کې ترسره کوي.
بله خوا د هرات والي سيد فضل الله وحيدي په دغه ولايت کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه د خوښۍ څرګندولو سره وويل :(( زموږ پوليس د لسو کلونو وړاندې پوليس نه دي او دوى توانېدلي چې په خپل زيار او هڅو غوره امنيت ونيسي. ))
وحيدي سيمينار ته وويل ،سيمه ييز پوليس بايد په ټاکلو سيمو کې دنده اجرا کړي او په هېڅ توګه نه شي کولى چې د نورو سيمو په امنيتي مسايلو کې ښکېل شي.
ددغه يوه ورځني سيمينار په پاى کې يو شمېر امنيتي چارواکو ته د ښو کړنو له امله د کورنيو چارو وزارت له خوا ستاينليکونه او افتخاري مډالونه ورکړل شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن