ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نوې کابينه دې ژر تر ژره اعلان شي”

“نوې کابينه دې ژر تر ژره اعلان شي”

author avatar
22 Oct 2014 - 16:33
“نوې کابينه دې ژر تر ژره اعلان شي”
author avatar
22 Oct 2014 - 16:33

کابل(پژواک، ٣٠ تله ٩٣): د “خط نو”په نامه يو  سازمان د کارونو د چټکۍ او د فساد د مخنيوي لپاره ژر تر ژره د نوې کابينې د معرفي غوښتنه کوي او وايي چې   کابينه بايد د وړتيا د اصل له مخې وټاکل شي.

دغه سازمان له ولسمشر او اجراييه رييس څخه غواړي چې د کار وېش او تفکيک دې پلى او موازي وزارتونه دې لغوه کړي.

ياد سازمان له ولسمشر څخه غواړي چې قومي، سمتي او انتخابي کسان دې په کابينه کې نه ګوماري.

 د ياد سازمان  مشر فهيم صديقي نن د ځوانانو، تنکيوځوانانو او دمدني ټولنې د غړو په ګډون په کابل کې يوې رابلل شوې غونډې ته وويل چې په تېره کې د ولسمشرۍ نوماندانو ملاتړي تر ډېره په شخصي پېژندنه ولاړ وو.

 هغه زياته کړه ، د ملي يووالي له حکومت  څخه غواړي چې په کابينه کې بې تخصصه څېرې انتصاب نه کړي.

 صديقي زياته کړه :((د کابينې ژر تر ژره معرفي کول بايد د شايسته سالارۍ د اصل له مخې د کارونو د چټکتيا او فساد د مخنيوي په موخه ترسره شي.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ رياست وايي، ټاکل شوې د وړتيا، شايستګۍ او اهليت  له مخې له وزيرانو څخه ټاکل شوې کابينه په څو اونيو کې اعلان شي.

 ويل کېږي چې ځينې وزارتونه به يو بل کې مدغم شي، خو تر اوسه ددغو وزارتونو نوم نه دى اخيستل شوى.

نوي حکومت له فساد سره مبارزه د لومړيتوب په توګه اعلان کړې او ولسمشر اشرف غني احمدزي  د لوړې له مراسمو وروسته د  روان کال د تلې مياشتې په اوومه په خپله لومړۍ وينا کې ددغه ښکارندې سره پر مبارزه ټينګار کړى دى.

 د خط نو سازمان غړي نصير همدرد هم وويل ، بايد هڅه وشي چې کابينه  ژر تر ژره وټاکل شي او  په پخواني حکومت کې د شته فساد چې حکومت يې د بحران خواته بېوه، مخه ونيسي .

 د ياد سازمان يوې بلې غړې منيژې رامزي وويل :(( اوسنى ځوان نسل زياتې وړتياوې لري، بايد دغه نسل شاته نه شي او په لومړيو کرښو کې دې ځاى ورکړل شي.))

 هغه ټينګار وکړ:((افغاستان له قحط الرجال سره نه دى مخ، موږ وړ ځوانان لرو، چې دغه فلج شوى  او له پښو لوېدلى څرخ بېرته په حرکت راولي.))

په وروستيو کې ددغه سازمان  د ورزشي ټيمونو له خوا نندارې تر سره شوې.

د دې سازمان د ويشو کارانو استازي عبدالله مهمند شريفي وويل چې د ملي يووالي حکومت بايد له ورزش او ورزشکارانو سره زياته مرسته وکړي، ځکه چې همدې وياړونو افغانستان نړيوالو ته ور وپېژانده.

د خط نو سازمان په ٢٠١٠ زېږديز کال جوړ شوى او چارواکي يې وايي چې اوسمهال په ١٥ ولايتونو کې په سياسي، ټولنيزه او اقتصادي برخه کې فعاله ونډه لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.