ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تېرو شپږو مياشتو کې سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې”

“تېرو شپږو مياشتو کې سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې”

author avatar
23 Oct 2014 - 15:25
“تېرو شپږو مياشتو کې سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې”
author avatar
23 Oct 2014 - 15:25

جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون چارواکي وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې تر شپږو سوو ډېرو وسله والو مخالفينو ته چې ګڼ شمېر يې پاکستانيان دي، مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل د سرحدي پوليسو د ژمنۍ څپې د پرانيستو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د مسووليت په اړوند سيمو کې لسګونه ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يې ٤٥٧ وسله وال مخالفين وژل، ٢٠٠ ټپيان او لسګونه ميله درنه او سپکه وسله يې لاسته ورغلې ده.

دى وايي: ((موږ له نورو امنيتي ځواکونو سره هم په شريکه عمليات ترسره کړي چې ګڼې لاسته راوړنې مو درلودې.))

د حسن خېل په خبره چې په دې موده کې لسګونه پوليس پر مسلکي زده کړو سمبال شوي دي.

د نوموړي په وينا چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې په ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کې له وسله والو سره په نښتو کې ١٢ سرحدي پوليس او ساتنمنان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي وو چې ډېرى يې له درملنې وروسته بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

هغه زياتوي: ((د تېر په پرتله په تېرو شپږو مياشتو کې زموږ لاسته راوړنې زياتې شوې، چاودېدونکي او نشه يي توکي او نور غېرې قانوني اموال مو هم نيولي دي.))

دى زياتوي چې تر ټولو لويه لاسته راوړنه چې دوى په تېرو شپږو مياشتو کې لري، هغه د انجنيرۍ ټيم جوړول دي.

ده زياته کړه، دوى اوس ډېر غښتلى او سمبال د انجنيرۍ ټيم لري چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې تر پنځوسو ډېر ماينونه شنډ کړي او له منځه وړي دي.

حسن خېل وايي، پخوا يې د ماينونو په شنډولوکې ستونزه درلوده او ډېرى تلفات يې هم د ماينونو له امله وو، خو اوس د دوى د انجنيرۍ ټيم فعال کړى او مخکې له مخکې ټول ماينونه شنډوي.

نوموړي زياته کړه: ((مخکې به چې کله په لاره کې ماينونه وو، نو موږ به له ملي اردو مرسته غوښته يا به هم ايساف ځواکونو ته اړ وو، مګر موږ اوس ډېر مجهز د انجنيرۍ ټيم لرو.))

د حسن خېل په وينا چې په راتلونکي کې هم دوى نوي پلانونه او عمليات په پام کې لري چې د ګڼو لاسته راوړنو اټکل يې له اوسه کوي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.