ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل لسګونه مېرمنو ته د روغتيا په برخه کې روزنه ورکول کېږي

د زابل لسګونه مېرمنو ته د روغتيا په برخه کې روزنه ورکول کېږي

author avatar
23 Oct 2014 - 15:51
د زابل لسګونه مېرمنو ته د روغتيا په برخه کې روزنه ورکول کېږي
author avatar
23 Oct 2014 - 15:51

کلات (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): د زابل د ښځو چارو رياست مسوولين وايي چې د مېرمنو د روغتيايي ستونزو د کمولو په موخه لسګونه مېرمنو ته د روغتيا په برخه کې روزنه ورکول کېږي.

د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې صديقې جلالي د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه روزنيز پروګرامونه چې نن پيل شوي، دوه مياشتې دوام کوي.

هغه زياته کړه چې په دغو روزنيزو پروګرامونو کې د ياد ولايت د بېلابېلو سيمو ٤٥ ښځې برخه اخلي.

جلالي وايي، لومړنی روغتيايي کورس چې د (سيمه ييز ثبات) د موسسې په مالي ملاتړ پيل شوى، په کې د دغه ولايت ٢٥ پېغلې او مېرمنې پر زده کړه بوختې دي.

د هغې په وينا، دغه کورس د دغه ولايت د عامې روغتيا په رياست کې جوړ شوى چې د ښځينه روزونکې له خوا ورته تدريس کېږي.

د ښځو چارو رييسه وايي چې دويم کورس د (هدف) په نوم د يوې نا دولتي موسسې په ملاتړ پيل شوی چې شلو مېرمنو ته په کې روزنه ورکول کېږي او د تدريس چارې يې د ښځو چارو په رياست کې پر مخ وړل کېږي.

صديقه جلالي زياتوي چې په دواړو روزنيزو پروګرامونو کې مېرمنو ته د لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه معلومات ورکول کېږي څو دوى وکولى شي په خپلو کليو او سيمو کې له نورو ښځو سره مرسته وکړي.

د دې په خبره، ټاکل شوې يادې مېرمنې تر دوې مياشتنۍ روزنې وروسته په خپلو کليو کې له ۴۰ نورو مېرمنو سره دغه معلومات شريک کړي څو د روغتيا په برخه کې شته ستونزې راکمې شي.

د روزنيز پروګرام يوې زده کوونکې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې يې روغتيايي امکانات ډېر لږ دي.

هغې هيله څرګنده کړه چې په دغه دوه مياشتي ورکشاپ کې به ناروغانو ته د لومړنيو مرستو لارې چارې ور زده کړي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.