کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د يوه فرمان په ترڅ کې عبدالرشيد راشد د سترې محکمې د سرپرست په توګه ټاکلى دى.
د ولسمشر په فرمان کې راغلي: “د افغانستان د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١٢مې فقرې له حکم سره سم او د هېواد د قضايه قوې د چارو د ښه والي په مقصد، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سترې محکمې د سرپرست په توګه د عبدالرشيد راشد موظف کول، منظورم.”
په فرمان کې زياته شوې: “د لوى خداى جل جلاله له دربار څخه د هېواد په قضايه قوه کې د خدمت او د قضايي عدالت د تامينولو په لاره کې، د عبدالرشيد راشد د لا زياتو برياليتوبونو هيله کوم.”
بايد وويل شي، چې د سترې محکمې د پخواني سرپرست او قاضي القضات عبدالسلام عظيمي استعفا د ولسمشر اشرف غني له لوري نن ومنل شوه او نوموړي ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ورکړل شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن