کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو ١٠ سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت له خوا د لړم په لومړۍ نېټه پژوک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ماين په چاودنو او عملياتو کې وژل شوي دي.
خو د ملي دفاع وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ملي اردو د سرتېرو تلفات ډېر شوي دي؛ د ملي دفاع وزارت وايي چې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې تر ٩٠٠ ډېر سرتېري وژل شوي دي.
دغه وزارت زياته کړې چې له ١٣٨٢ لمريز کال څخه تر اوسه پورې نږدې شپږ زره سرتېري وژل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن