ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي او د ١٩ کلنو لوبډلې اعلان شوې

د کرکټ ملي او د ١٩ کلنو لوبډلې اعلان شوې

author avatar
23 Oct 2014 - 17:50
د کرکټ ملي او د ١٩ کلنو لوبډلې اعلان شوې
author avatar
23 Oct 2014 - 17:50

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ  نېټه ٩٣): د افغانستان کرکـټ بورډ د متحده عربي اماراتو د سفر لپاره ملي لوبـډله او د اسيايي سياليو لپاره د ١٩ کلنو لوبـډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبډله به د نړيوال جام د تياريو په لړ کې په متحده عربي اماراتو کې پنځه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کوي.

هغه زياته کړه چې يوه لوبه د نيوزيلينډ له الف لوبډلې سره په اماراتو کې څلور نورې لوبې به د اماراتو له ملي لوبډلې سره ترسره کوي.

هوتک وايي چې د يادو لوبو تر څنګ به ملي لوبډله د  اماراتو په روزنيز کمپ کې يو لړ تمرينات هم ترسره کړي.

د هغه په وينا، په اماراتو کې له يادو سياليو او تمريناتو وروسته به د نړيوال جام لپاره چې ټاکل شوې د ٢٠١٥ کال په فبرورۍ مياشت کې په اسټراليا او نيوزيلينډ کې ترسره شي، پنځلس کسيزه ملي لوبـډله اعلان شي.

د ملي لوبډلې لپاره ١٩ لوبغاړي اعلان شوي چې په لاندې ډول دي.

محمدنبي عيسى خېل (کپتان) نوروز منګل، عثمان غني، جاوېد احمدي، اصغر ستانکزى،  شفيق الله شفق، ګلبدين نايب،  نجيب الله ځدراڼ، افسر ځاځى، سميع الله شينوارى، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ ، ميرويس اشرف، ناصر جمال او شرف الدين اشرف، څلور لوبغاړي هر يو حميد حسن، فريد احمد ملک، عزت الله دولتزى او افتاب عالم په احتياط کې نيول شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ملي لوبډله به د لړم په لسمه نېټه د متحده عربي اماراتو په لوري روانه شي او تر تمريناتو وروسته به د ليندۍ په پنځمه خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ د اسيايي سياليو او نړيوال جام د غوراوي لپاره هم د ١٩ کلنو ملي لوبډله اعلان کړې ده.

هوتک وايي چې د ١٩ کلنو لوبډله به د اسيا په غوره ليګ سياليو کې چې ټاکل شوې د لړم په ١٦مه په کويټ کې ترسره شي، ګډون وکړي.

په دې يو ورځنيو سياليو کې د افغانستان په ګډون نيپال، متحده عربي امارات، ماليزيا، سعودي عربستان او د کويټ لوبډلې برخه اخلي.

د نولس کلنو ملي لوبډلې لوبغاړي په لاندې ډول دي.

احسان الله (کپتان) ضياء الرحمن اکبر، شفيق الله، وحيدالله، طارق، شوکت زمان، حضرت الله، جمعه ګل، مسلم موسى، محمد سردار، رشيدارمان، ظاهر خان، جاوېد او نوين الله، په احتياط لوبغاړو کې محمد ابراهيم، جمشېد خان، کريم جنت او ضياء الحق شامل دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.