ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کونړه ټول بهرني پوځيان ووتل

له کونړه ټول بهرني پوځيان ووتل

author avatar
23 Oct 2014 - 11:06
له کونړه ټول بهرني پوځيان ووتل
author avatar
23 Oct 2014 - 11:06

اسعداباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): په کونړ کې مېشتو بهرنيو ځواکونو خپله وروستۍ پوځي اډه هم افغان ځواکونو ته وسپارله او له دغه ولايت څخه ووتل.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو له خپلې وروستۍ نظامي اډې يواځې خپل اړين پوځي وسايل ولېږدول.

دى وايي چې بهرنيانو د دغه مرکز خپل دفتري او نور ساختمانونه، نور اړوند وسايل او لوازم او يو شمېر وسايط افغان ځواکونو ته پرېيښي دي.

سيدخېل وويل، د نړيوالو ‌ځواکونو دغه مرکز چې له وړاندې هم د امنيې قوماندانۍ مرکز و اوس به په کې ملي پوليس او د ملي امنيت سرتېري مېشت وي.

امنيه قوماندان وايي چې دا د نړيوالو ځواکونو په کونړ کې تر ټولو لوی مرکز و چې د دغه ولايت د مرکز په توپچي سيمه کې له تېرو لسو کلونو راهيسې جوړ شوى و.

نوموړي زياته کړه چې نړيوالو ځواکونو د دغه مرکز د امـنيت په موخه د اسعداباد په شاوخوا غرنيو سيمو کې اتلس امنيتي پوستې اچـــــولې وې چې له امله يې د اسعداباد امنيت هم ډېر خوندي و.

د هغه په وينا، اوس په دغو پوستو کې افغان ملي ځواکونه مېشت شوي دي.

سيدخېل وايي چې په کونړ کې افغان امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه همغږي دي او له دغه ولايته د نړيوالو ځواکونو په وتو سره به هېڅ ستونزه پيدا نه شي.

ده زياته کړه، افغان امنيتي ځواکونه اوس د دې وړتيا لري چې له نړيوالو ځواکونونه پرته هر ډول عمليات ترسره کړي.

د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د بهرنيو ځواکونو پر وتلو خوښ دي خو زياتوي چې له د هغوى له وتلو سره سلګونه کسان بېکاره شوي دي.

د اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي سبحان وايي چې تر ٥٠٠ پورې کسان د بهرنيو په ياد مرکز کې پر دندو بوخت وو چې اوس بېکاره شوي دي.

خو دى وايي چې د بهرنيانو له وتو سره په دغه ولايت کې د جګړو پلمه له منځه ولاړه او له مخالفينو يې وغوښتل چې نور له جګړو لاس واخلي.

د عبدالجلال په نوم يو بل تن هم د بهرنيو ځواکونو پر وتلو خوښ څرګندوي.

هغه پژواک ته وويل: ((امريکايان زموږ په ګټه نه وو، له تېرو څلورو کلونو راهيسې پاکستاني پوځيان پر موږ توغندي واروي، خو امريکايانو زموږ هېڅ مرسته ونه کړه. ))

د روح الله په نوم يو بل تن هم وايي، له کومو ولسواليو چې پخوا بهرني ځواکونه وتلي وو، هلته اوس امنيت ښه شوى دى.

د يادونې ده، په کونړ ولايت کې امريکايي ځواکونه مېشت وو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.