ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سون لرګيو بيه لوړه شوې

په کابل کې د سون لرګيو بيه لوړه شوې

author avatar
23 Oct 2014 - 16:11
په کابل کې د سون لرګيو بيه لوړه شوې
author avatar
23 Oct 2014 - 16:11

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): په کابل ښار کې د لرګيو بيه لوړه شوې، د اوبلن ګاز بيه لوېدلې، خو د ډېرى لومړنيو خوراکي توکو بيې د تېرې اونۍ په څېر پر خپل حال پاتې دي.

چد کابل ښار د شهيد څلورلارې د لرګيو يوه پلورونکي خان محمد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې اونۍ په پرتله د بې پوسته بلوط او ارچې لرګيو د هر خروار په بيه کې ٥٠٠ افغانۍ زياتوالى راغلى دى.

هغه زياته کړه چې نن په کابل ښار کې د يوه خروار بې پوست بلوط لرګيو بيه ٧٥٠٠ افغانۍ، هر خروار پوست لرونکي بلوط لرګي په ٦٧٠٠ افغانۍ او يو خروار ارچه لرګي په ٧٣٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ وړاندې يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٧٠٠٠ افغانۍ، يو خروار پوسته لرونکي بلوط لرګي ٦٧٠٠ افغانۍ او يو خروار ارچه لرګي په ٦٨٠٠ افغانۍ پلورل کېدل.

نوموړي وويل چې د هوا سړېدو له امله د لرګيو د پېرونکو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دى او له بلې خوا کابل ښار ته له سوېلي ولايتونو د لرګيو د رالېږد پر مهال د لارې په اوږدو کې د نا قانونه پيسو اخيستل د لرګيو د بيو د لوړېدو لامل شوى دى.

نوموړي همدارنګه وويل چې نن د تېرې اونۍ په څېر يو خروار د ډبرو سکاره په ٦٣٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د تېرې اونۍ په پرتله د لومړنيو خوراکي توکو په بيو کې ژور بدلون نه دى رامنځته شوى.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلو اوړو عمده پلور بيه ١٢٧٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي پاکستانۍ بوره ١٧٢٠ افغانۍ، لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٣٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور سره په ځينو برخو کې ډېر او په ځينو کې کم تفاوت لري.

د کابل د دهن باغ سيمې يوه دوکاندار خان علي وويل، چې نن د پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٤٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي بوره ١٩٥٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېټره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د تېرې اونۍ په پرتله د سون توکو بيې له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېتر پټرولو بيه ٦٤ افغانۍ او د يوه لېتر ډېزلو بيه ٥٨ افغانۍ ده.

همدرانګه د تايمني د پنځم سړک د ګاز يوه پلورونکي محمد شريف ووي، چې نن يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږيد عربي او ايراني سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د کابل په تيمورشاهي سيمه کې د سرو زرو يوه پلورونکي حاجي حامد صالحزاده وويل، چې نن د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٧٠٠ افغانۍ ده.

نوموړي زياته کړه، چې تېره اونۍ د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٦٥٠ افغانۍ وه.

د صالحزاده د معلوماتو له مخې، نن په کابل ښار کې د يوه ګرام کوېټي سرو زرو بيه ٢٤٨٠ افغانۍ، د يوه ګرام سينګاپوري سرو زرو بيه ٢١٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام روسي سرو زرو بيه ١٧٠٠ افغانۍ ده.

د شهزاده سراى د يوه صراف حاجي رحيم د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٨ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٦٥ افغانۍ دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٦٥ افغانۍ او د زرو کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٦٣ افغانۍ و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.