ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګرشک کې اور لګېدنې درې ماشومان مړه کړي

ګرشک کې اور لګېدنې درې ماشومان مړه کړي

author avatar
23 Oct 2014 - 15:09
ګرشک کې اور لګېدنې درې ماشومان مړه کړي
author avatar
23 Oct 2014 - 15:09

لښکرګاه (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ۹۳): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال د اور لګېدنې له امله درې ماشومان او په جګړه کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچاګل بختيار خبريالانو ته وويل، وړمه شپه يې ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په سيمه کې وسله والو طالبانو سره جګړه کړې ده.

هغه وايي چې په جګړه کې پر نهو طالبانو سربېره په يوه کور کې د اور لګېدنې له امله درې ماشومان هم مړه شوي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا ونه ويل چې دغه اورلګېدنه د مرمۍ د لګېدو له امله رامنځته شوې وه او که له کوم لوري ورته قصداً اور اچول شوى، خو زياته يې کړه چې د جګړې تر پاى ته رسېدو وروسته وسله والو طالبانو يو شمېر کسان ګومارلي ، څو د دغو پېښو پړه پر پوليسو واچوي .

نوموړي وويل، د دوى کار له ماشومانو سره نه و، په دې جګړه کې يې نهه وسله وال مخالفين وژلي، شپږ يې ټپيان کړي؛ وسلې او چاودېدونکي توکي هم په لاس ورغلي دي.

پاچا ګل وويل، پوليسو تر اوسه داسې کار نه دى کړى چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لامل شي، خو وسله وال طالبان خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره ملکي وګړي وژني.

د دې سيمې اوسېدونکى حاجي جامع چې په ياده جګړه کې د وژل شوو دوو طالبانو په جسدونو پسې امنيه قوماندانۍ ته ورغلى و ، خبريالانو ته وويل د جګړې پر مهال د يوه کور په خونه کې درې ماشومان په سون توکو کې له وېرې پټ شوي وو.

نوموړي وويل، تر دې دمه دوى ته نه ده معلومه چې دغه اورلګېدنه څنګه او ولې رامنځته شوې ده؟

د همدې پېښې د يادو سوځول شوو ماشومانو جسدونه تېره ورځ ناوخته يو شمېر کسانو د ولايت د مقام مخې ته د احتجاج په ډول راوړي او ويل يې چې د دې ډول پېښو مخه دې ونيول شي.

د قاري سيدمحمد په نامه  يوتن خبريالانو ته وويل، دوى نه شي ويلى چې پېښه د چاه له خوا رامنځته شوې ده، خو غوښتنه يې وکړه چې د دوى په سيمه کې دې د امنيت ټينګښت ته پاملرنه وشي.

نوموړي وويل، په دې سيمه کې يو ملا امام، يو کليوال او ياد درې ماشومان وژل شوي دي.

د لالي په نوم يوه ځوان پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يې مشر ورور، يو زوى او يوه لور، چې عمرونه يې تر اتو کلونو کم دي، اور سوځولي او د ورور مېرمن يې هم ټپي شوې ده.

ده وويل، دولت يې هر وخت په سيمه کې عمليات او جګړې کوي چې له امله يې د دوى ژوند له ستونزو سره مخ دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.