کابل (پژواک ٢لړم ٩٣) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې پوليسو په هلمند او بدخشان ولايتونو کې ٦٤٠کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته هم راليږل شوې ، دغه عمليات له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې قطعې له خوا تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد عمليات درې ورځې مخکې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ترسره شوي دي .
د سرچينې په وينا ، چې په دې عملياتو کې يو کلاشينکوف ، مهمات او يو سټلايټ ټېلېفون هم ترلاسه شوي ، خو په خبرپاڼه کې له دې توکو سره د تړاو په شک د چا د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي .
دغه راز تېره ورځ د ياد معينيت د منسوبينو له خوا د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې ٢٢٠کيلوګرامه تريا ترلاسه شوي دي .
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ياد نشه يي توکي په يوه کرولاموټر کې ځاى پرځاى شوي و او قاچاق وړونکو يې غوښتل چې کابل ته يې وليږدوي ، چې په دې تړاو دوه تنه نيول شوي هم دي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن