ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګل اغا شېرزي خلک د ملي يووالي حکومت ملاتړ ته را وبلل

ګل اغا شېرزي خلک د ملي يووالي حکومت ملاتړ ته را وبلل

author avatar
24 Oct 2014 - 17:37
ګل اغا شېرزي خلک د ملي يووالي حکومت ملاتړ ته را وبلل
author avatar
24 Oct 2014 - 17:37

کندهار) پژواک،٢ لړم ١٣) : دننګرهار پخواني والي ګل اغا شېرزي په يوه غونډه کې له ولسمشر او اجراييه رييس څخه وغوښتل چې له خلکو سره دې تشريفاتي ليدنې بس کړي او د حکومت مهمو چارو ته دې پام وکړي.

ياده غونډه نن د لړم په دويمه ، د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په  روح اباد سيمه کې جوړه شوې وه، چې په کې سلګونو مخورو او نورو مشرانو ګډون کړى و.

ګل اغا شېرزي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې تر ټاکنيز کړکېچ وروسته دا د ډيموکراسۍ په ډګر کې يو لوى ګام و، چې واک په سوله ييزه توګه له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته وسپارل شو.

هغه حکومت د خداى نعمت وګاڼه او له ټولو خلکو يې وغوښتل چې د خپل نوي حکومت ملاتړ وکړي او د چارو په سمون او تنظيم کې مرسته وکړي.

نوموړي دا هم وويل چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د اوسني نوي حکومت د تخريبولو هڅې کوي او دا تبليغوي چې ګواکې د ملي يووالي حکومت به د لنډ وخت لپاره دوام کوي، خو ده يادونه وکړه چې نوى جوړ شوى حکومت به پايدار او مستحکم وي.

شېرزي د خپلو خبرو په لړ کې له ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله څخه وغوښتل چې له خلکو سره تشريفاتي ليدنو ته نور د پاى ټکى کښېږدي، ځکه دا د وخت ضياع ده او پر ځاى دې يې د چارو ښه کولو ته پام وشي.

هغه هيله وښودله چې د ملي يووالي حکومت به وتوانېږي چې يوه ښه کابينه او ښه ټيم جوړ کړي، تر څو وکړاى شي هم د تېر حکومت ناخوالې او هم د تېر ٣٥ کلن ناورين له امله را پيدا شوې ستونزې په ښه توګه حل کړاى شي.

ده وويل د هېواد د نورو سيمو د اوسېدونکو په څېر د کندهار د خلکو غوښتنه هم دا ده چې ښه حکومتولي رامنځ ته شي، اقتصاد په پښو ودرېږي، د فساد پر ضد ټينګه مبارزه وشي او د مخدره توکو د کر او قاچاق مخنيوى وشي.

هغه په دې برخه کې له قومي مشرانو وغوښتل چې د خپلو کليو، سيمو او ولسواليو په کچه قومي جوړښتونه ټينګ وساتي او په ټولو چارو کې له خپلو حکومت سره ملګرتيا وکړي.

غونډې ته يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ويناوې وکړې او له نوي حکومت څخه يې وغوښتل چې د اصلاحاتو لړۍ تونده وساتي او له مرکز څخه يې تر ولاياتو پورې هم وغځوي.

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.