ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اسلام ته سپکاوي کوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي”

“اسلام ته سپکاوي کوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي”

author avatar
25 Oct 2014 - 15:26
“اسلام ته سپکاوي کوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي”
author avatar
25 Oct 2014 - 15:26

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٣): په کابل ښار کې نن د پوهنتونونو سلګونو محصلينو لاريون کړى او د “افغانستان اکسپرېس” ورځپاڼې له لوري د اسلام پر ضد د خپرې شوې ليکنې د غندلو تر څنګ يې د هغې عاملينو ته د درنې جزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د کابل چاپ افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې چې په انګرېزي ژبه خپرېږي، تېره اونۍ ” اسلام، داعش او طالبان” تر نامه لاندې په خپله ٤٥١مه خپره شوې ګڼه کې د “اى جي احوار” يوه ليکنه خپره کړه چې په هغه کې د الله پاک ذات، قرانکريم او د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى شوى و.

د يادې ليکنې د خپرولو په غبرګون کې نن د يو شمېر پوهنتونونو سلګونه محصلينو د کابل پوهنتون مخې ته لاريون وکړ او د “موږ له ډيموکراسۍ او له بنسټونو يې بېزاره يو، د ډيموکراسۍ پلي کول او هغې ته بلنه، د اسلام مقدساتو ته سپکاوى او د ډيموکراسۍ ډالۍ ده، او د ژوندى دې وي اسلام او قران” شعارونه ورکول او له ځانونو سره يې سپين او تور بيرغونه لېږدول.

د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يوه محصل محمد موسى روحاني پژواک خبري اژانس ته وويل: “د اسلام مقدساتو ته سپکاوى کول د زغم وړ نه دى او موږ به يې د خپلو وينو په بيه پر وړاندې ولاړ يو او چا ته به د دې اجازه ورنه کړو چې زموږ مقدساتو ته سپکاوى وکړي.”

هغه زياته کړه چې د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې خپرونې بايد د همېشه لپاره بندې او د ليکنې عاملينو ته بايد سخته جزا ورکړل شي.

د دعوت د خصوصي پوهنتون مسوول محمد رضوان وويل، دغه لومړى ځل نه دى، بلکې دا څويم ځل دى چې د اسلام مقدساتو ته سپکاوى کېږي او تر شا يې د يو شمېر هغو بهرنيو کړيو لاسونه دي چې د اسلام له منځه تلل غواړي.

لاريون کوونکو يو اووه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې اسلام ته سپکاوى د نه زغملو وړ عمل بلل شوى او د يادې ليکنې د عاملينو پر محکمې يې ټينګار کړى دى.

په پرېکړه ليک کې له جهادي شخصيتونو او ديني عالمانو غوښتل شوي چې د دې ډول کفري مطالبو او ليکنو د خپرولو پر وړاندې را ولاړ شي.

له دې وړاندې يو شمېر ديني او فرهنګي بنسټونو هم ورته لاريونونه او غونډې پر لاره اچولې او د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د اطلاعات او فرهنګ او کورنيو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې، څو هغه کسان چې اسلامي ارزښتونو ته يې سپکاوى کړى، د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې د دې ليکنې له چاپ او خپرېدو وروسته په بلې خپرونه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره له ټولو مخاطبانو او له افغانانو بښنه غوښتې او ويلې يې وو چې دغه ليکنه د دوى د يوه قلمي همکار له لوري چې له هېواده بهر ژوند کوي؛ ليکل شوې او دوى د ياد ليکوال د باوري ليکنو له امله چې له دې وړاندې به يې دوى ته رالېږلې، دغه مطلب له کتنې پرته چاپ شوى دى.

خو لاريون کوونکي وايي چې يوازې بښنه غوښتل بسنه نه کوي او بايد يادو کسانو ته درنه سزا ورکړل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.