ايبک (پژواک ٣ تله ٩٣): د سمنګان ولايت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د سکرو ډبرو کان د يو استخراجي تونل د لوېدو له امله د کان څلور کارکوونکي مړه شوي دي.
د يادې ولسوالۍ اجرائيه امر انجنير قربان وويل چې دغه پېښه تېره ورځ د دې ولسوالۍ په حصار سيمه کې رامنځته شوې ده.
دى وايي چې د پېښې د څېړلو لپاره سيمې ته پلاوى استول شوى دى.
حصار، د دې ولسوالۍ له مرکزه لوېديڅ لور ته اتيا کيلومتره لرې په يوه غرنۍ سيمه کې موقعيت لري.
ويل کېږي چې ياد کان د دولت تر کنټرول لاندې نه دى او د سيمې د خلکو له خوا پر خپل سر سپړل کېږي.
د شمال د سکرو ډبرو د تصدۍ مرستيال او سرپرست انجنير محبوب رفيق وايي چې د حصار په نوم کوم کان ورسره ثبت نه دى او د يادې پېښې په اړه هم معلومات نه لري.
د روان کال په غويي مياشت کې د يادې ولسوالۍ د “دهانه تور” د سکرو ډبرو د يو کان په استخراجي تونل کې د چاودنې له امله ٢٣ تنو مزدورانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه راز د ١٣٩١ کال په تله مياشت کې هم د دغه ولايت په روى دواب ولسوالۍ کې د ابخورک په نوم د سکرو ډبرو په کان کې د چاودنې له امله ٢٣ تنو مړه شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن