ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولايتي شوراګانو پايلې اعلان شوې

د ولايتي شوراګانو پايلې اعلان شوې

author avatar
25 Oct 2014 - 17:47
د ولايتي شوراګانو پايلې اعلان شوې
author avatar
25 Oct 2014 - 17:47

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کابو اووه مياشتو ځنډ وروسته، نن د ولايتي شوراګانو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې.

د دغه کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني، نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ٩٧ ښځو په ګډون د ولايتي شوراګانو ٤٥٨ نوماندان توانېدلي، چې د هېواد په کچه د ولايتونو شوراګانو ته لاره پيدا کړي.

خو نورستاني په دې اړه څه ونه ويل، چې په لومړنيو پايلو کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له لوري د ولايتي شوراګانو د نوماندانو شکايتونو ته لاسرسي په پايله کې، کوم بدلون رامنځ ته شوى او که نه.

د ټاکنو کمېسيون د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې د غويي په ٣٠مه اعلان کړې او له هغه وروسته يې بيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ولېږلې.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې بشپړې پايلې به دوه ساعته وروسته (د ماښام شاوخوا ٦بجې) د ټاکنو کميسيون په وېبپاڼه کې خپرې شي.

نورستاني وويل، د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د هېواد په کچه شاوخوا ٧ ميليونو کسانو ګډون درلود، چې له دې جملې د ښځو ونډه ٣٦ سلنه وه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې په ټوله کې د ټاکنو په ورځ د رايې ورکونې ١٩٧٨٤ محلونه پرانيستي وو، چې له دې ډلې يې په ٧٤ محلونو کې چا رايه نه ده ورکړې.

د ټاکنو کمېسيون مشر زياته کړه، چې د سړو له ډلې يوه نوماند تر ټولو ډېرې (٢١٤٢٠) رايې او د ښځو له ډلې يې يوې ٩٤٠٩ رايې ترلاسه کړې دي.

هغه څرګنده کړه، چې د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې يې يوه نوماند تر ټولو ډېرې کمې رايې، چې دوه رايې وې، تر لاسه کړې او همدارنګه د ښځو له ډلې يې يوې مېرمنې ١٢٤ رايې، چې دا هم تر ټولو کمې رايې بلل شوې، ترلاسه کړې دي.

د ټاکنو کمېسيون مشر د ولايتي شوراګانو له نوماندانو وغوښتل، چې د دغه کمېسيون پرېکړو ته درناوى وکړي او هغه ومني.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې، د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه تر سره شوې، چې له دې ډلې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ کسانو په کې سيالي وکړه.

ټاکل شوې وه، چې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د شکايتونو له څېړنې وروسته د غبرګولي مياشتې په ١٧ مه اعلان شي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو له امله د راپورته شويو ستونزو له امله د ولايتي شوراګانو شکايتونو ته لاسرسى له ځنډ سره مخ شو.

د ولايتي شوراګانو د کانديدانو لېست دلته کتلى شئ

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.