ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې پنځه ماين خښوونکي ونيول شول

لښکرګاه کې پنځه ماين خښوونکي ونيول شول

author avatar
25 Oct 2014 - 15:11
لښکرګاه کې پنځه ماين خښوونکي ونيول شول
author avatar
25 Oct 2014 - 15:11

لښکرګاه (پژواک ۳  لړم ۹۳): چارواکي وايي چې په هلمند کې  درې وسله وال وژل شوي او پنځه ماين خښوونکي نيول شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو  تېره ورځ  ناوخته د لښکرګاه په سره ګودر سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

هغه وويل چې په دغه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، يو پوليس او څلور وسله وال طالبان ټپيان دي.

دغه راز د لښکرګاه  د پوليسو د درېيمې حوزې امر دويم څارن شېرعلي  وايي، تېره شپه  يې د ګزمې پر مهال  پنځه ماين خښوونکي نيولي دي.

ده پژواک اژانس ته وويل ، يادو کسانو غوښتل د ماين تر خښولو وروسته له سيمې وتښتي او په يوه کورکې  پټ شي خو  پوليسو ونيول.

د نوموړي په خبره، په نيول شوو کسانو کې يوه يې د ښځو جامې اغوستې وې.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د لښکرګاه د مختار په سيمه کې يې د خپل نفوذي کس په وسيله د يوې پر پوليسو بريد کړى او لس پوليس يې وژلي خو چارواکي دغه ادعا ردوي. قاري يوسف د نيول شوو ماين خښوونکو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.