کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٣): ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزى، چې د عمرې ادا کولو په موخه سعودي عربـستان ته تللى، لومړى مدينې منورې ته ولاړ او هلته يې د مسجد نبوي زيارت وکړ.
د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د لړم په ٣مه، خبر ورکړى، چې د مدينې منورې هوايي ډګر ته په رسېدو د ځايي چارواکو له لوري د افغان ولسمشر رسمي هرکلى وشو.
دغه راز د افغانستان ولسمشر هرکلي ته په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير سيد احمد عمر خليل او نور افغان چارواکي هم راغلي وو.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان ولسمشر او د هغه پلاوى له هوايي ډګر څخه نېغ په نېغه مسجد نبوي ته ولاړ، هلته يې لمونځ وکړ او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته يې سلام وکړ.
ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، نن سهار د عمرې حج د ادا کولو په موخه د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته روان لاړ.
د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر د دغه سفر په ترڅ کې د عمرې حج پر ادا کولو سربېره د سعودي عربستان له وليعهد او د دغه هېواد له يو شمېر چارواکو سره به وګوري او د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه به ورسره خبرې وکړي.
سرچينې زياته کړې، په دغه سفر کې له ولسمشر سره د ولسمشرۍ لومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم، د اجرائيه رياست لومړى مرستيال انجنير محمدخان، د غوره حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى احمدضياء مسعود، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د افغانستان د عالمانو شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس معصوم ستانکزى او د ولسمشر سرپرست وياند نظيف الله سالارزى ملګرتيا کوي.
ولسمشر احمدزي د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ويلي و، چې د هېواد د نوي ولسمشر په توګه به د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د عمرې حج ادا کولو په موخه بيت الله شريف ته ولاړ شي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن